افغانستانخبرونهنړۍ

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر: اسلامي نړۍ دې نوره د اسرایېلو پر وړاندې غوڅ دریځ ونیسي

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۲۵مه، ۱۴۰۳ل): د تركيې په استانبول ښار كې د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب په وینا کې ویلي چې اسلامي امارت له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره ښې او مثبتې اړیکې غواړي او تل د هېوادونو متقابلو اړیکو ته ژمن دی.

نوموړي د فلسطین په ملاتړ ټینګار کړی چې اسلامي نړۍ دې نوره د اسرایېلو پر وړاندې غوڅ دریځ ونیسي.

نوموړي په خپلو خبرو کې خواشیني څرګنده کړې کړي چې د غزې په تړانګه کې د اسرایېلو نسل وژنه له زغم وتلې ده او باید د اسلامي هېوادونو په ګډون دې بشر پاله ټولنې مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx