افغانستانخبرونه

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون: الله ګل مجاهد په تازه جرمونو نیول شوی، نه په پخوانیو جرمونو

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون په تېره اداره کې په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو د استازي الله ګل مجاهد د نیول کیدو په اړه په خبرپاڼه کې ویلي، چې د الله ګل مجاهد نیول کیدل دده پر پخوانیو کړنو پورې تړاو نلري؛ بلکې نوموړی د سعیدالله په نوم د یو شخص د تازه وژنې په جرم نیول شوی.

‏یاد کمیسیون ویلي “دا چې الله ګل مجاهد له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون له لارې هېواد ته راستون شوی، نو کمیسیون وضاحت ورکوي، چې له راستنېدونکو کسانو سره کړو ژمنو ته متعهد یو او د امیرالمومنین د عفوې فرمان عملي کېږي”.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې “‏راستانه شوي کسان د نورو ټولو افغانانو په شان په حق العبدي مسایلو کې د قانون په رڼا کې ځواب ويونکي دي”.

د کابل امنیه قومندانۍ وایي الله ګل مجاهد شاوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د قاري سعیدالله په نوم د یو تن د وژنې په قضیه کې تورن دی، چې وژونکو اشخاصو ته یې د سعیدالله د وژنې لپاره مبلغ ورکړی. د سعیدالله وژونکو منلې، چې مبلغ د الله ګل مجاهد له لوري ورکول شوی و.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي الله ګل مجاهد به د باصلاحیته محکمې تر حکم پورې په توقیف کې وساتل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx