خبرونهنړۍ

انتوني بلېنکن یو ځل بیا اوکراین ته په ناڅاپي سفر تللی

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۲۵مه، ۱۴۰۳ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د تېر په څېر یو ځل بیا په ناڅاپي سفر اوکراین ته رسیدلی دی.

راپورونه وایي، بلېنکن داسې مهال اوکراین ته سفر کړی چې سپینې ماڼۍ تر دې دمه ښکاره څه نه دي ویلي، خو په وینا یې د بلېنکن دا څلورم سفر دی چې اوکراین ته په ناڅاپي توګه ترسره کېږي.

د راپورونو له مخې، په دې سفر کې به انتوني بلېنکن د اوکراین له ولسمشر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره وګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددې ناڅاپي سفر په اړه مسکو تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx