خبرونهنړۍ

حسین امیر عبداللهیان: په افغانستان کې د امریکا حضور ویجاړوونکی و

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۲۵مه، ۱۴۰۳ل): د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د یوناما له مشرې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور په اړه خبرې کړي.

نوموړي ویلي، په افغانستان کې د امریکا پاتې کېدل ښې پایلې نه لرلې، له افغانستانه وتل یې په ګټه وو.

نوموړي زیاته کړې چې نور باید امریکا او ملګري یې له وتلو وروسته د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي او په وینا یې، افغانستان اوس د خپلو پرېکړو په اړه خپل تصمیم نیولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx