حریت اونیزهپښــــتو ادب

حریت اونیزې د لومړي خپرنیز کال کلکسیون خپور کړ

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۲۵غویي، ۱۴۰۳ل): له کابله د خپرېدونکي حریت خپلواکې اونیزې اداره وايي چې د خپل لومړي خپرنیز کال د ټولو خپرو شویو ګڼو کلکسیون یې برابر کړی او په وینا يې چې معتبرو علمي مرکزونو ته به يې ډالۍ کړي.
د دې اونیزې پر ایکس پاڼه راغلي چې په دې کلکسیون کې له لومړۍ ګڼې تر نهه څلوېښتمې ګڼې پورې ټولې را ټولې شوې دي چې یو کال په بر کې نیسي.
د یادې ادارې د مسؤلینو په وینا خپرنیز کال يې لا له وړاندې پوره شوی و، چې اوس يې د دویم خپرنیز کال هم نهه ویشتمه ګڼه خپره کړې ده، خو د کلکسیون تخنیکي چارو يې ځنډ واخیست.
د خپرنیز کال دا ټولګه د پښتۍ په ښکلي او کلک کیفیت لرونکي کاغذ برابره شوې او له یوې اوږدې یادونې سره يې ټولې ګڼې په اصلي رنګه شکل خوا په خوا ځای پر ځای کړل شوې دي.
دوی په یاده یادونه کې د یو کال بهیر، د اونیزو محتوا او د کاري مرکزي او ولایتي همکارانو لنډه یادونه هم کړې ده.
د حریت اونیزې مسؤل ویلي، دوی نیت لري چې دا کلکسیون د ارګ، علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون، اطلاعاتو اوفرهنګ کتابتونونو او یو شمېر نورو معتبرو علمي ادرسونو ته ډالۍ کړي.
یاده دې وي چې د دې اونیزې په روانه اونۍ کې د دویم کال نهه ویشتمه او پرلپسې اته اویایمه ګڼه خپره شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx