افغانستان

غور: پولیسو ملکي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د غور ولایت په مرکز کې د نشه یي توکو سره د مبارزې د پولیسو لخوا په ډزو کې ۳ ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

پېښه د فیروز کوه اړوند د الندر کلي کې رامنځته شوې.

د غور ولایت امنیه قومندان احمدفهیم قایم ویلي چې دغه درې کسانو غوښتل چې واده ته لاړ شي چې د پولیسو لخوا پرې ډزې وشوې.

قایم زیاتوي چې دغه درې ملکي کسان په سراچه ډوله موټر کې سپاره وه چې په یوه پاټک کې د پولیسو لخوا پرې ډزې وشوې.

قایم وايي چې دوی ته پولیسو د دریدو اشاره کړې وه خو هغوی سرغړونه کړې وه.

د امنیه قومندان په وینا په ډزو کې یو ولسي وګړی وژل شوی او ۲ نور ټپیان شوي دي.

د غور ولایت د ملکي روغتون رییس جمعه ګل یعقوبي وایي چې روغتون ته ورته یو مړی او ۲ ټپیان راوړل شوي چې د یو ټپي حالت د انديښنې وړ دی او له همدې امله يې کابل ته لیږلی.

په دغه پېښه کې د وژل شوي یو ځوان تره ویلي چې وراره یې د نورو ملګرو سره واده ته روان و، دوی درې واړه غریبکاره وو او له هيڅ چا سره یې اړیکې نه درلودې.

نوموړي زیاته کړې چې دوی له کومې ګنا او سبب پرته وژل شوي.

دا لومړی وار نه دی چې د پولیسو او اربکیانو لخوا په ملکي وګړو ډزې کیږي او وژل کیږي بلکې تر دې دمخه هم په وار وار په ملکي وګړو ډزې شوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x