خبرونهنړۍ

د بلېنکن له ناڅاپي سفر وروسته ولادمیر پوتین چین ته سفر کوي

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۲۵مه، ۱۴۰۳ل): ټاکل شوې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سبا پنجشنبه چین ته سفر وکړي.

د کرملېن خبرپاڼې ویلي، په دې سفر کې به ولادیمیر پوتین د چین له ولسمشر سره په ځینو مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

چین ته د ولادیمیر پوتین سفر داسې مهال کېږي چې یوه ورځ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اوکراین ته په ناڅاپي سفر تللی.

د راپورونو له مخې، په دې سفر کې بلېنکن د اوکراین له ولسمشر او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره کتلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx