نړۍ

دامنیت نړیوالي شورا لیبیا کي دالوتنو دبندیز ملاتړوکړ

security_council(نن ټکی اسیا مارچ ۲۰۱۱/۱۸) نړیواله دامنیت شورا: تیره ورځ په نیویارک کي دامنیت شورا غونډه وکړه په غونډه کي دامنیت شورا له ټولو غړو څخه لس حاضر او پنځه غیر حاضر وه، حاضرو غړو ټولو دقراردار په حق کي رایی ورکړي، او په لیبیا کي یی دنه الوتنو دغوښتني ملاتړو کړ.

دنړیوالي امنیتي ټولني له لوري پداسي وخت کي په لیبیا کي الوتني بنديږي چي اوس اوس دمعمر قذافي پلویانو دمخالفینو له لوري څخه نیول شوي ډیري ښارونه بیرته دقذافي پلوه ځواکونو ولکه کي لویدلیدي، له بلي خوا دلیبیا ددولت دمخالفینو له لوري په لیبیا کي دنه الوتنو پر پریکړه لیک باندي خوښی ښودلیده اودامنیت شورا پریکړه یی په ډزو اونڅاوو باندي استقبال کړیده.
دپریکړه لیک له منظوره ولوڅخه سمدستي وروسته دامریکي ولسمشر ابا ما دفرانسي اوبرطانیي ولسمشرانو ته تیلفونونه کړیدي، دری سره هیوادونو پردي  ټیکي ټینګارکړيدي چي لیبیا باید ژرترژره دقرارداد دعملي کولوکوښښ وکړي .
داسي نه ښکاري چي امریکا دی پرلیبیا باندي مخامخ عسکري ګذار وکړي، خو فرانسه اوجرمني دی ته تیاردي چي دلیبیا په چارو کي فوځي مداخله وکړي اوله عربي نړی څخه یی لوجستیکي مرسته غوښتي ده.
دفرانسي دبهرنیو چارو وزیر په داسي حال کي چي لیبیا باندي یی دنه الوتنو پریکړه لیک تشریح کاوه، برخه والو ته وویل معمرقذافی په لیبیا کي دخلګو غوښتنو ته په ټوپک ځواب ویليدي ډیري ویني یی تویي کړیدي، خپل وګړي یی وژلیدي دخلګو حقوق یی ترپښولاندي کړيدي دنړیوالو قوانینو خلاف ورزی یی کړيده. مونږنور دقذافي پرکړنو سترګي نشو پټولای، دلیبیا بی وسه ولس له پامه نشو غورځولی، اوس هم ناوخته شوي یو نورباید وخت له لاسه ورنکړو.
په نړیواله ټولنه کي دامریکي نماینده زیاته کړه چي دامنیت دشورا پریکړه قذافی ته پیغام ورکوي چي نور دخالی لاسي ولس په وړاندي له جبر اواستبداد څخه لاس په سر شي، دخلګو وژل دی نور ودرول شي، دلیبیا دولس دساتلو کوښښ دی وشي، دخلګو غوښتني دي ومنل شي، پري دي ښودل شي ترڅو دخپلو غوښتنو لپاره پرامنه مبارزه وکړي.
له بله لوري په نړیواله ټولنه کي دبرطانيي نماینده هم دامنیت شورا دپریکړي ستاینه وکړه، نوموړي زیاته کړه ډیرخوښ یم چي نړیوالي ټولني دقذافي کړني درک کړي اوله قذافي څخه یی وغوښتل  چي نوردخالي لاسي ولس په وړاندي له زور زیاتي څخه لاس واخلي، نوموړي زیاته کړه دقذافي په وړاندي مونږ ته ډیري لاري خلاصي دي اودبرطانيي ولس زمونږ دپریکړو ملاتړکوي.
جرمني بیا په لیبیا کي دهررنګه بهرني فوځي لاس وهني مخالفت وکړ، زیاته یی کړه چي لیبیا باندي بهرني فوځي مداخله دسیمي په ګټه نده، اوجرمني به هیځ کله دقذافي په وړاندي دبهرني فوځي اقدام ملاتړ ونکړي.
عیني شاهدان وایی دبن غازي په ښارکي دحکومت مخالفینو دنړیوالي ټولني دپریکړي هرکلی کړیدي، وایی خلګوپه لارو اوبانډو کي نڅاوي کولي هوایی ډزي یی کولي اویو بل ته یی مبارکي ویله.
له بله لوري دلیبیا دبهرنیو چارومرستیال وزیر دفرانس پریس خبري رسنیوته دوینا پرمهال زیاته کړه چي امنیت دشورا پریکړه دلیبیا دولس په خلاف یو سازش دي، پریکړه لدي څخه به غیرچي دلیبیا ولس یو دبل په وړاندي ټوپک راواخلي اویو بل ووژني نورهیڅ پایله به و نه لري، او دنړیوالي ټولني پریکړه یی دلیبیا دیووالي اواستحکام په وړاندي یوه دسیسه وبلله.
دنړیوالي ټولني له پریکړه څخه لږوخت وړاندي قذافي دپرتګال له ټلویژني شبکي سره په خبروکي وویل، نړي لیونحاله شویده اومونږهم باید ورسره لیونحاله شو.
دتیرزیارت په ورځ دبن غازي وخلګوته دوینا پر مهال قذافی زیاته کړه چي زما ځواکونه نن شپه راروان دي اود هیڅ رنګه زړسوي هیله به نکوي، نوموړي باغیانو ته په خپلوخبروکي زیاته کړه، وسلي پرځمکي کیږدي دجنګ څخه لاس به سرشی، خپلوکورونو ته لاړشی ترڅوسرونه مو په امان شي.
خوددولت دمخالفینو مشرانو بیا خبرداری ورکړیده چي مونږ به ددولت په وړاندي مبارزه جاري وساتو اودقذافي ګوت څنډني زمونږ درواني مبارزي مخه نشي نیولی.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close