خبرونهنړۍ

د ترکیې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د علماوو مشورتي ناسته پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا ( چهار شنبه، د غوایي ۲۶مه، ۱۴۰۳ل): د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي ناسته چې د ترکیې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې جوړه شوې وه، په درې پاڼیزه پرېکړه لیک پای ته ورسېده.

په دې غونډه کې د اسلامي هېوادونو علماوو، د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو ګډون کړی و.

په یاده درې پاڼیزه پرېکړه لیک کې ټینګار شوي د اسلامي اُمت د مشترکو ارزښتونو، واحد موقفونو، د اُمت د یووالي، د ورپېښو ننگونو او له خطرونو نه د راوتلو په اړه باید یو واحد تصمیم او دریځ موجود وي.

د یادولو وړ ده چې په دې غونډه کې د ارشا، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب هم ګډون کړی دی.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Musin Belal

دا مشورتي ناسته يوه نمايشي ناسته ده، چې په دايرولو سره يې د اسلامي خاورو چارواكي غواړي ترڅو خپلو ولسونو ته په سترګو کې خاورې واچوي، دا او د دې په څېر نورې ناستې به نه د اسلامي امت کړاو ته د پاى ټکی کېږدي او نه به يې دردونو او زخمونو ته دوا شي، ځكه چې دا ډول ناستې د نشنلېزم په اډانه کې ترتيبېږي، نه د امت او اسلام په اډانه کې

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx