خبرونهنړۍ

ابراهیم رییسي: فلسطین د اسلامي نړۍ مشترکه قضیه ده

نن ټکی اسیا ( چهار شنبه، د غوایي ۲۶مه، ۱۴۰۳ل): د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي چې اوسمهال فلسطین د اسلامي نړۍ مشترکه قضیه ده چې باید په ګډه ترې دفاع وکړو.

نوموړي ویلي، چې د فلسطین په غزه او رفح ښار کې د اسرایېلي ځوکونو نسل وژنه په اعلامیو نه درېږي، اړتیا ده چې په لاس او زور یې مخه ونیسو.

نوموړي زیاته کړې چې تاریخ به د اسلامي نړۍ دریځونه او د غزې نسل وژنه له کوم تبعیض پرته ثبت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې اسرایېلي ځواکونو د بریدونو له امله د ۱۵ زره ماشومانو په ګډون ۳۵ زره فلسطنیان شهیدان شوي او له څه باندې ۸۳ زرو زیات ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx