نظــر

‏ولور؛ هغه بد دستور چې کورنۍ یې له امله کړېږي

 

خالقیار احمدزی

په افغاني او تېره بیا پښتني ټولنه کې ډېر داسې دودونه شته چې د اسلام د سپېڅلو احکامو او ټولنیزو حقونو سره په ټکر کې وي؛ له هغې ډلې یو ولور دی. ولور هغه ملا ماتوونکی بار دی،چې زموږ ډېری ځوانان یې په پردیو هېوادونو کې خواره واره کړي، په کلونو مسافر وي او د خپلې ځوانۍ خوږې او له تنکیو هیلو ډکې شیبې د بل بابا په چوپړ کې تېروي. په ټولنه کې یو له بدو رواجونو د ولور په نوم د نجونو خرڅلاو او بیا تر هغه وروسته د خاوند کور ته د کور په نوم ملا ماتوونکي سامان آلات اخیستل دي، چې کله یې آن د مېړه کور ته د یادو سامانونو د پیرلو اړتیا هم نه وي؛ په ورته وخت کې د مېړه له جیبه هغه اخیستل کیدونکې خورا زیات مبلغ بیځایه مصرفېږي.ولور دې ته وایي چې یو کس خپله خور یا لور چاته په نکاح ورکړي او په هغې باندې یې ورور یا پلار پیسې واخلي او دا پیسې نجلۍ ته نه رسېږي، په شریعت کې د دې اخیستل ناروا او حرام دي. د اوسني عصر په ډېرو افغانانو او په زیاته کچه پر پښتنـو داسې اغېزې ښيندل شوې، چې له نجونو او پېغلو څخه یې د خرڅلاو توکي جوړ کړي؛ چې هم یې پلورلی او هم یې پېرودلی شي. له همدې امله د واده خوند هم لاړ شي او ورپورې تړلې هیلې او آرمانونه هم نیست نابود شي. ځکه چې ځوان یا زوم تر کلونو له قرض لاندې وي او بیا خپلې کوژدنې مېرمنې ته هم د کور د یوې اخیستل شوې خدمتګارې په توګه ګوري، چې بیا له خپلې مېرمنې سره د ناز او خوشالۍ شیبې تر ډېره په جنجالونو او ناوړه پیغوریزو خبرو تېروي. په حدیث شریف کې راځي چې الله تعالی فرمایي: چې درې قسمه کسان داسې دي چې د قیامت په ورځ باندې زه د هغوی مقابل (یعنې له هغوی سره جنګ کوونکی او ترې پوښتنه کوونکی) یم، اول هغه کس چې زما په نوم قسم وخوري او بیا یې مات کړي او یا ما په یوه خبره شاهد وګرځوي او بیا خلاف ورزي وکړي، دوهم هغه کس چې یو ازاد کس خرڅ کړي او پیسې یې وخوري او دریم هغه کس چې یو مزدور ورته کار وکړي او دی پیسې او مزدوري ور نه کړي.

««عن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال: قال الله تعالیٰ ثلاثة أنا خصمهم يوم القيامة رجل أعطى بي ثم غدر ورجل باع حرا فأكل ثمنه ورجل استأجر أجيرا فاستوفى منه ولم يعط أجره. (صحیح البخاري باب اثم من باع حرا)»»

۲- علامه شامي رحمه الله په ولور کې اخیستل کېدونکي سامانونه آن رشوت بولي او زیاتوي چې سړی کولای شي خپلې پیسې بېرته د خسر له کور واخلي.

قال العلامۃ الحصکفی: اخذ اهل المرأۃ شیئا عند التسلیم فللزوج ان یستردہ لانه رشوۃ، قال ابن عابدین: ای بان ابی ان یسلمها اخوها او نحوہ حتی يأخذ شیئا وکذا لو ابی ان یزوجها فللزوج الاسترداد قائما او هالکا لانه رشوۃ۔ (الدرالمختار مع ردالمحتار ۲:۳۹۷ قبیل مطلب فی دعوی الاب ان الجهاز عاریة)

پورتنۍ مسئلې ته په کتو سره، پر زوم باندې له ولور آخوا نور خوراکي سامان ایښوودل، سره زر او تر څنګ یې پر هغه د وریژو، غوښو او…. فرمایشات هم له شریعت سره سمون نه خوري.

عالمګیري لیکي: د ولور کمه اندازه ۱۰ درهمه ده چې یوازې د نجلۍ حق جوړېږي، که طرفین له دې څخه په څومره لوړ مهر سره جوړېدل، پروا نه لري خو دا پیسې یواځې د نجلۍ حق دی او بس.
عالمګیري لیکي: ««أقل المهر عشرة دراهم مضروبة أو غير مضروبة حتى يجوز وزن عشرة تبرا وإن كانت قيمته أقل كذا في التبيين وغير الدراهم يقوم مقامها باعتبار القيمة وقت العقد في ظاهر الرواية (عالمګیري ټوک 1 مخ 302 الباب السابع في المهر)»»

اسلام هغه واده ته مبارک ویلی چې مهر یې کم وي او ټیټ مهر یې د ښځې در نښت بللی
دی.

هو! دا یې هم حل لاره نه ده چې د کلیوالي او سیمه ییزو تړونونو له مخې د مهر کمه اندازه تعیین شي، ځکه دا بېرته پر مېرمنو ظلم دی، لکه څنګه چې میراث ترې په چل ول او زور زیاتي ستنېږي، دا یې هم یو ډول دی؛ ښه دا ده چې حکومت (ستره محکمه) مهر د یوه ځانګړي فرمان له مخې مهر د نجلۍ حق اعلان کړي او کوم کس چې د خپلې لور / خور په پیسو خیټه اچوله، که اړوند کورنیو کې چا د ځینو ملحوظاتو پر اساس شکایت ونه کړ هم؛ عدلي او قضایي ارګانونه دې د خپلو استخباراتي مالوماتو پر اساس هم، هغه احضاروي او ډاګیزه سزا دې ورکوي. او له ولور (مهر) ور هاخوا نور ناوړه رواجونه خو باید یو مخ بند شي، ځکه هغه خو په شریعت کې هیڅ اساس نه لري. په دې توګه به هغه بد شګون هم ختم شي چې ګواکې د فلاني لور یې د کم ارزښت له امله ارزانه وپلورله او فلانۍ نجلۍ حسینه وه، نو په لوړه بیه یې ورکړه. دغه راز به په ټولنه کې فحشا، بدلمني او د ولور له امله د ځوانانو د مهاجرتونو لړۍ هم تر ډېره را کمه او یا یو مخ له منځه تللې وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

سلام علیکم. د محترم احمدزی صاحب د نیکی لیکنی څخه په مننی سره، عرض می دا دی چی: د اوریدو څخه، زه یو پښتون یم البته بیله انبیاء علیهم السلام او د هغوی د آل پرته بل هیڅوک د خپل پنځم او شپږم جد ها خوا ته د خپل قام او ټبر او نژاد ماهیت نه سی اثباتوالی او اثبات ته ئی ضرورت هم نسته، دا چی انسان ملکوتی صفات په ځان کی روزلی او تقوا ئی غوره کړی وی همدا کفایت کوی. امّا اصلی خبره: د هیڅ قوم د اناټومی او خصائلو او خصائصو مطالعه دومره پیچلی او مغلقه… نور لوستل »

غوربندي

مننه غلام حضرت صاحب

غوربندي

د همداسې یوه فرمان په هیله

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx