افغانستانخبرونه

هرات ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي دي

 

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۲۹مه، ۱۴۰۳ل): د هرات امنیه قومندانۍ وایي چې ددغه ولایت په کرخ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله څلور تنه مړه شوي او ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

امنیه قومندانۍ زیاتوي، چې یاده پېښه د یو کاسټر ډوله موټر او موټرسایکل د ټکر کېدلو له امله را منځته شوې چې د دوه ماشومانو په ګډون شپږ ښځې ټپیانې شوي.

د ترافیکو مسوولین وایي چې په دې وروستیو کې د یادو پېښو زیاتوالی د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، ګړندي تګونو او د ترافیکي نښو د نه مراعتولو له امله را منځته شوی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx