ادبي لیکني

د لنډې کیسې کرکټرـ نهمه برخه

لیکوال: دادمحمد ناوک

د کونډې نجلۍ ظاهري او رواني اړخ
په پورته کيسه کې مرکزي کرکټر(مرغۍ)ده.چې لومړى اړخ يې دکيسې له پيله ترپايه څومره ښه انځورشوى.ښه په دې ماناچې په پښتنې ټولنه کې دکونډې تصوردسړي ذهن ته داسې يوڅوک دروي،لکه مرغۍ.ځکه چې زموږپه ټولنه کې کونډه له عادي ښځوسره بايد په خبرو،جامو،ناسته پاسته،کړو-وړو او…توپيرولري.

کونډه بايد په زوره خبرې ونه کړي.ونه خاندې،ځان پاک ونه ساتي او… خوجالبه داده چې دکونډپه اړه بياڅوک څه نه وايې.چې دابيابله موضوع ده.يوبل څه چې په پورته کيسه کې _چې له ننه څه باندې سل کاله پخوا ليکل شوې ده_دسړي سترګې وروړې هغه دکرکټردويم يااروايې اړخ  دى،چې په کيسه کې د(مرغۍ)دروني ښځينه احساسات لوستونکى ښه درک کولاى شي.

په کيسه کې چې (مرغۍ)له خسره دځان دسوځونې غوښتنه کوي.ممکن څوک داووايې چې په يوه ټولنه کې يوه کونډه دغسې موقف اوحالت لري ،نوڅه وړ يې دومره جرئت پيداکړچې له خپل خسرسره خوله وښوروي؟سړى يې له ليکوال سره ځکه منلى شي،چې په دغسې يوحالت کې چې له هر بل لوري د هيلې دروازه پرې بنده ده،ښه کارته يې بداوعزت ته يې بې عزتي يې ويله کېږي.ممکن هره کونډه دغسې _زموږدټولنې د د ود پرژبه_ژبه وره شي. اوبل که (دمرغۍ )خبرې ته سړى فکروکړي:

باباكه رښتيا داسې وي لكه چې ته وايې نو ما اوس وسوزځه چې سباستاسې د ډېران ايرې يم او څوك مې نوم په خوله وانخلي !

دلته اصلا دجملې وروستۍ برخه د (مرغۍ)ناهيلي،خواره خوله،ښڅينه توب اوزارۍ ټول يوځاى وړاندې کوي.بېخې داسې نه ښکاري چې دخسر ځواب دې يې وي.بلکې خپله غوښتنه په ډېره خواره خوله کوي.خوڅرنګه چې دښځې له خوا دومره عکس العمل هم خسر ځانته سپکاوى بولي ځکه خويې په وهلوشرو کوي.

که کوم نارينه دچاتروهلولاندې راشي،ياخوځان کلک نيسي چې ممکن يواځې زګېروي ياکله-کله(آخ،اوف)هم ترخوله راووځي.اماپه پورته کيسه کې د(مرغۍ) کرکټرپه پوره ماناديوې ښځې کرکټردى،اوپه داسې سختواوبې علته وهلوکې هم دا خسرته کومه سخته يابده خبره نه کوي.بلکې دلته هم دايوه ښځه انځورشوې اوله خولې هم ښځينه اصطلاح ګانې راوځي.لکه:ياکاکاصاحب راورسېږئ.ياهم:…دخداى دپاره رسول ته وګوره!
دپيرانود رارسېدوهيله که څه هم نارينه هم کوي.خو(رسول ته وګوره)په پوره ډاډ يوه ښځينه غږدى.

پوهان وايې دښځې لوى ساتونکى دهغې بدرنګي اوغټه توره يې ژړاده.په کيسه کې هم چې (مرغۍ)دخپل پلارپه کورکې دمورياپلارله خواهم رټله کېږي،نودامنډه کوي اوپه خونه کې پړمخې پرېوځې په ژړاښه زړه ستړى کوي.دادهرې ښځې خوى دى چې ژړاپه پټه کې خوند ورکوي.خوکه  دتمې ياغمشريک څوک وويني ، نوبياښه په زوره ګرېوان هم څېري او ويښتان هم شکوي.

دکيسې په پاى کې دکرکټردومره لوى بدلون چې ځان وژنې ته تيارېږي.لږ به ورته تم شو.ښځه تردې حده له مرګه ډارېږي چې پرلري پردي مړي باندې هم کله اوښکې تويوي.ادې مې چې کله واورې چې دکومې ښځې زوى يا ورورمړى شوى وي.بياچې يې چاته کيسه کوي.بېخې دزوى ياورورکلمه نه يادوي.په ډېرتاسف وايې:وى دچاپه خوله ام نه ورځي دهغې پلانۍ بې چاره چې غم و.

خودغسې ښځينه احساساتواوعواطفوته په کتوسړى حيرانېږي چې (مرغۍ ) ولې ځان سيندته غورځوي؟

امادکيسې په اوږدوکې د صحنوپه اوړېدو را اوړېدو په کرکټرکې دوه ډوله بدلونونه رامنځ ته کېږي.لومړى يې هغه لومړى ډول بدلون (Character In The Making) يادلوړتيابدلون دى.چې کرکټردکيسې په اوږدوکې ورو-وروبدلېږي. امادغه ورو_ورو بدلون يې ترهغه بدلونه رسوي چې په احساساتواوجذباتوپه کرکټرکې راپيداکېږي. اودغه بدلون د اضطراب يا(Character In The Crisis)بدلون په نامه يادېږي.

دکيسې په اوږدوکې سړي ته داسوچ نه پيداکېږي چې ګواکي ليکوال دې کرکټر په لوى لاس بدل کړى وي،بلکي دصحنوراتګ اوپه کرکټر د ذهني فشاراوخوابدۍ هغه مجبوروي چې ځان ورسره بدل کړي.ځکه چې انسان په ورځني ژوندکې هم دهر عمل په وړاندې عکس العمل ښيې.اوداچې (مرغۍ)دخسر،خواښې يادټولنې له اوسېدونکو سره څه وړ عکس العمل وښيې؟ليکوال په ښه توګه وړاندې کړى دى.په ښه توګه ځکه چې (مرغۍ)وار له واره دځان وژنې سوچ نه دى  کړى،بلکې  ډېرې ستغې سپورې يې زغملې دي.

په کيسه کې دکرکټر دويم ډول بدلو ن ته ښه زمينه سازي شوې ده.ځکه چې دخسر په کور کې به (مرغۍ)ياځان وژنه نه کوله  چې هسې دپلارګرنۍ اوخسرګنۍ به يې سر بدي شي او يابه  په دې کورکې زمينه نه نه وه ورته برابره شوې.همدارنګه ليکوال ته هم دخسرپه کورکې _په کرکټرکې_دغه بدلون په لوى لاس راوړل شوى بدلون ښکارېده.ځکه خويې هغه دپلارترکوره رسوله.اوهلته بيادهغې دخپلې مورچلندپه دې کې ياد بدلو ن رامنځته کوي.اودپلار له کوره سيند ته تګ ځکه سم راغلى دي.چې ښځه د پلارپه کورکې نسبت دخسر کورته ځان ډېرخپلواک احساسوي.اوبل د کرکټردويم ډول بدلون هم همدلته پيداشوى. ځکه خونېغ سيندته تګ ورسره اړخ لګوي.که له هغه ځايه د خسر کورته تللې واى،ممکن دغه جذبات اواحساسات يې غلي شوي واى.

په کرکټرکې د(Character In The Crisis)ياداضطراب دبدلون داوج نقطه چې د (مرغۍ)مړينه ده،دسيند پرغاړه دهغې له خبروښه مالومېږي.اولوستونکى خپله هغه صحنه په سترګوويني،دهغې په خبروکې دومره کشش دى چې لوستونکى هم ځان دهغې په قالب کې اچوي،او له دې اور دود-دستوره دخلاصون يواځينۍ لاره مرګ بولي.که څه هم سالم عقل دانه مني چې له سختيودخلاصون لاره دې پوره سلنه مرګ وي،ځکه ممکن د انسان په کړنوسره هغه ځاى تردې څو واره سخت وي. همدارنګه کېداى شي داسانۍ اوخوښۍ ځاى هم وي.خودلته کرکټرڅه چې په ورځني ژوند کې هم په دغسې حال اخته انسان پوره اويادفکرنه شي کولاى.

پاتې شته…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x