خبرونهنړۍ

سرفراز بګټی: د چمن پرلت د حکومت په پرېکړو کې بدلون نشي راوستی

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۲۹مه، ۱۴۰۳ل): د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي د چمن ـ سپین بولدک لاریون کوونکو ته په غبرګون ویلي چې پر دغه لار به د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او وېزې لازمي وي.

نوموړي ټینګار کړی چې د چمن پرلت د پاکستان حکومت ته کوم زیان نشي رسولی او په وینا یې داسې لاریونونه د حکومت په پرېکړو کې بدلون نشي را وستلی.

په دې وروستیو کې د چمن پرلت داسې مهال زور واخیست چې دوه اونۍ وړاندې د چمن ـ سپین بولدک په فرضي کرښه پاکستاني پوځیانو په پرلت کوونکو ډزې وکړې چې له کبله یې درې تنه مړه او ۲۵ تنه سخت ټپیان شول.

خو له دې وړاندې د چمن پرلت وروسته له هغې پېل شو چې د پاکستان حکومت په تېر ۲۰۲۳م کال د نومبر په میاشت کې د افغان کډوالو د جبري ویستلو لړۍ پېل او په دغه لاره یې د پاسپورټ او ویزې د لرلو الزامي پرېکړه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx