افغانستانخبرونهنړۍ

په چین کې د اسلامي امارت لوی سفیر بلال کریمي له خپل نیکاراګوایي سیال مایکل کمپل سره کتلي

 

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۲۹مه، ۱۴۰۳ل): په یاده لیدنه مایکل کیمپل په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو د زیانمن شویو په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې له سېلاب ځپلو سره په دغه غمیزه کې ځان شریک بولي.

په دغه لیدنه کې مایکل کیمپل د ولسمشر ډانیل اورټیګا تسلیت لیک چې امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده ته یې لیکلی د اسلامي امارت سفیر ته د لېږلو په موخه ورکړی.

په دې لیدنه کې مایکل کیمپل ویلي “د نیکاراګوا خلکو هم د افغانستان په څیر داستعمارګرو پر ضد له سختې مبارزې وروسته خپلواکي ترلاسه کړې، چې دا د دواړو هیوادونو تر منځ مشترکه نقطه ده”.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx