خبرونهنړۍ

پنجاب کې یو مسافر وړونکی جیپ له ګړنګه لوېدلی دی

 

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۲۹مه، ۱۴۰۳ل): راپورونه وایي چې د پنجاب په خوشاب سیمه کې د یو جیپ ډوله موټر د لویدلو له امله ۱۳ کسان مړه شوي او اته تنه سخت ټپیان دي.

ځایي خلکو ویلي چې په موټر کې سواره خلک د یوې کورنۍ وو چې د موټر چلوونکي د بې احتیاطۍ له امله له ګړنګه لویدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه نیمې اونۍ وړاندې ددغه ایالت په ګلګت – بلتستان هنزه دره سیمه کې یو بس ډوله موټر ۱۸۰ متره لوړ ځای څخه د لویدلو له امله ۲۱ تنه مړه او له ۲۵ زیات ټپیان شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx