افغانستانخبرونه

د سوالګرو په اړه تصویب شوې مسوده د عالیقدر امیر المؤمنین لخوا توشیح شوې

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۲۹مه، ۱۴۰۳ل): عدلیې وزارت وایي چې د سوالګرو د مخنیوي او ورته د رسېدګۍ کمېسیون جوړه شوې مسوده نن د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده لخوا توشیح شوې.

ددې وزارت د خبر پاڼې له مخې، یاده توشیح شوې مسوده چې په درې فصلونو او ۲۷ مادو مشتمله ده پکې د اړمنو وګړو د لاسنیوي، مستحقو سوالګرو د ثبتولو او ارزولو په اړه قانوني پرېکړې شوې دي.

دا په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې اسلامي امارت د هېواد له بېلابېلو ځایونو اړمن سوالګر راټول کړي او له ارزونې وروسته یې ورته ثابت معاشونه حواله کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ. حضرت

د دوو ټکو یادونه: ۱ _ مصوده؟ مصوده نه بلکه مسوده. مسوده د ” سود ” مشتقه بڼه ده او سود = تور یا توروالی. مسوده = پر سپین کاغذ یا تخته باندی د تور قلم د لیکنی محصول ته مسوده ویل کیږی او په اِداری – رسمی ادبیاتو کی د یوې موضوع په هکله د وروستی تصمیم د ابلاغ مجموعې ته مسوده ویلی کیږی. ۲ _ ” سؤالګر ” یوه بی خونده او بې ځایه ویَنَه ده او اصلاً بل مفهوم لری. مناسبه او وړ کلمه ئې ” ګدا یا ګدائی ” ده. زه په ندرت د یو چا… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx