نظــر

له اړمنو او زیانمنو سره مرسته؛ د ټینګ ايمان او میړانې نښه ده

له اړمنو او زیانمنو سره مرسته؛ د ټینګ ايمان او میړانې نښه ده

 

حسان مجاهد

اسلام له مسلمانانو سره په مينه، همکاري او د اړتیا پرمهال د لاسنیوي بار بار ټینګار کړی دی. إبن کثير رح د سورة حشر اتم نمبر آيت په تفسیر کې ليکي: د رښتينو مؤمنانو صفت دا دی چې د اړتیا پرمهال نور اړمن کسان تر ځان مخته کوي.[تفسير ابن كثير ٧٠/٨] رسول الله ﷺ فرمايي: مؤمنان یو له بله سره په مينه، مهرباني او همکاري کې د یو بدن په شان دي، که په بدن کې سترګه ناروغه وي، ټول بدن ور سره نا آرامه وي او که سر ناروغ وي، ټول بدن ور سره نا آرامه وي.[ بخاري او مسلم] مطلب دا چې هر مؤمن بايد د بل مؤمن په غم ور شريک او خواخوږی وي.
د حنفي فقهي ستر إمام بدرالدین عیني رح ليکي: له اړمنو مسلمانانو سره همکاري کول واجبه ده[عمدة القاري ٤٢/١٣] حسن بصري رح وايي: ماته د يو مسلمان حاجت پوره کول، د دوو میاشتو تر اعتکاف خوښ دی[قضاء الحوائج لابن أبي الدنيا صـ ٤٨] عبدالله بن عثمان رح وايي: له ما څخه چې څوک د یو حاجت غوښتنه وکړي، لومړی يې په خپله پوره کوم، که په وس مي نه و پوره، مال مصرفوم، که بيا هم پوره نه شو، له نورو مسلمانانو همکاري غواړم، که بيا هم نه وشو، د وخت له باچا څخه غوښتنه کوم.[الآداب الشرعية لابن المفلح١٨٠/٢] يو صحابي ته میلمه راغی، ده خپلې میرمنې ته أمر وکړ چې د ماشومانو خواړه میلمه ته را وړي او ماشومان په وږي نس ويده کړي، څراغ يې مړ کړ، تر څو میلمه ګمان وکړي چې خاوند او ميرمن هم خوراک کوي، په داسي حال کې چې دوی دواړو د خوراک څه شی نه درلوده، په دا سبا ددې پيښې په اړه آيتونه نازل شو او رسول الله ﷺ صحابي ته فرمايي: بيګا له میلمه سره ستاسو نېک چلند د الله تعالی ډير خوښ شو.[ رواه مسلم] محمد بن اسحاق رح وايي: د مدينې منورې کورنو ته خواړه راتله خو خبر نه وو، چې له کومه راځي، کله چې علي بن حسين رض وفات شو؛ دوی له هغې مرستې بې برخې شو چې په شپه کې به ورسره کیده. عمرو بن ثابت رح وايي: علي بن حسين رض چې وفات شو، په شا باندي يې هغه نښې وليدل شوې چې نوموړي به شپې د کونډو او بې سرپرستو کورونو ته د خوړو بارونه ور وړو.
إبن قيم رح ليکي: له مسلمانانو سره همکاري د ایمان په قوت او ضعف پورې اړه لري، د چا چې ايمان قوي وي، هغه په مرسته کې پیاوړی وي او څوک چې ضعيف الإيمان وي، هغه په مرسته کولو کې هم کمزورى وي.[الفوائد] له زیانمنو او اړمنو مسلمانانو سره همکاري، همدردي او غمشریکي کول د میړانې او ټینګ ايمان نښه او د اسلام له نظره ډېر دروند او غوره خوی بلل شوی، چې بدبختانه نن سبا په اسلامي ټولنه کې مخ په کميدو روان دی او د ورورولۍ او خواخوږۍ روحيه له منځه تللې ده، هرڅوک د ځان غم اخیستی او له نورو سره د انساني همدردي کولو احساس یې وژل شوی دی. داسي ډير سرمایه داران شته چې په لږ اندازه مالي لګښت سره کولای شي زیات شمېر بې وزله او زیانمن را پورته کړي، خو بیا هم د بخل لاسونه يې ترځان تاو کړي او د څه ورکولو جرأت نه شي کولای. په دې هیله چې هر څوک تر خپله وسه له هغو کسانو سره مرسته وکړي چې زیانمن شوي، بې کوره شوي او د ژوند له ډول ډول ستونزو سره مخ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx