افغانستانخبرونه

قطر د زړه په ناروغۍ د اخته ۱۶۹ ماشومانو درملنه کوي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۳۰مه، ۱۴۰۳ل): د افغاني سرې میاشتې رییس مولوي مطیع الحق خالص په خپل کاري دفتر کې ‏د قطر سرې میاشتې د نړیوالې پراختیا او مرستو څانګې مسوول ډاګټر محمد صاح ابراهیم سره کتلي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې په دې لیدنه کې د سوري زړه په رنځ د اخته ماشومانو په درملنه خبرې شوي.

یاده ټولنه زیاتوي چې د لیدنې په پای کې د قطر د سرې میاشتې له مسوول سره د ۱۶۹ تنه د سوري زړه ناروغانو د درملنې هوکړه لاسلیک کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۱ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې ۳،۰۶۸ د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان بېلابېلو کورنيو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx