افغانستانخبرونه

تذکرو ریاست په غور کې شاوخوا ۹۷ زره تذکرې وېشلې دي

 

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۳۰مه، ۱۴۰۳ل):  د غور ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست وایي چې په تېر یو کال کې ټوټال ۹۷ زره او ۱۶۵ تذکرې وېشلې چې له مخې یې ۵۱ زره او ۱۹ برېښنایي تذکرې او ۴۶ زره او ۱۴۶ یې کاغذي تذکرې دي.

ددې ولایت د احصايې او معلوماتو رییس مفتي حمیدالله لبیب وایي، چې نږدې ۷۰۰ کسان هره ورځ د برېښنایي او کاغذي تذکرو د ترلاسه کولو لپاره ددې ریاست اړوند دفترونو ته مراجعه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په لغمان ولایت کې د تذکرو مسوولینو شاوخوا ۷۶ زره تذکرې وېشلې دي. په ورته مهال په کندز ولایت کې د تذکرو ریاست ۱۴۱زره او ۱۴۸ کسانو ته د تذکرو د ورکړې خبر ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx