افغانستانخبرونه

د کډوالو چارو وزارت وایي، فاریاب کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه شوي دي

 

 

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۳۰مه، ۱۴۰۳ل): په فاریاب کې د کډوالو ریاست وایي چې ددغه ولایت په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولت اباد ولسوالیو کې د شدیدو سېلابونو له امله ځایي خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

ددې ریاست په وینا “وروستیو سېلابونو په دغه ولایت کې ۱۸ تنه شهیدان کړي، ۲ تنه ټپیان، ۵۶۰ د استوګنې کورونه، ۸۵۰ جریبه کرهنیزه زراعتي ځمکه، ۱۱۰ دوکانونه او یو ګرځنده سیار کلینیک ویجاړ شوی، ۳۰۰ څاروي او ۲۰۰۰ میوه دارې ونې له منځه تللې دي”.

په ورته مهال د غور ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې ۵۰ تنو د مړه کیدو خبر ورکړی. دوی وایي چې د سېلابونو له امله ددغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې ۲۰۰۰ کورونه، ۲۵۰۰ دوکانونه او دغه راز ۱۰۰۰ څاروي له منځه تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx