خبرونهنړۍ

بني ګانتز: که نتانیاهو د جګړې برخلیک و نه ټاکي، پر وړاندې یې ژر ټاکنو ته کار کوم

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۳۰مه، ۱۴۰۳ل): د اسرایېلو دفاع وزیر بني ګانتز له نتانیاهو غوښتي چې تر راتلونکي جون میاشتې پورې د فلسطین په غزه او رفح ښار کې د جګړې د درولو برخلیک وټاکي.

نوموړي ګوتڅنډنه کړې چې که لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د جګړې برخلیک معلوم نکړي، نو پر وړاندې به یې ژر ټاکنو ته کار وکړي.

د اسرایېلو دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د غزې په ختیځه برخه کې د حماس نظامي ډلې کتائب القسام پرون ناوخته په یو برید کې ۱۵ اسرایلي پوځيان وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx