افغانستانخبرونهنړۍ

د کډوالو چارو وزیر د چین له سفیر ژاوشینګ سره کتلي

 

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۳۰مه، ۱۴۰۳ل): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د چین له سفیر ژاوشینګ سره په خپل کاري دفتر کې کتلي.

د کډوالو چارو وزارت وایي چې په دې لیدنه کې له سېلاب ځپلو سره په مرستې، کاري فرصتونو او زده کړو ته په زمینه برابرولو خبرې شوي.

ددې وزارت د خبر پاڼې له مخې، په لیدنه کې د چین سفیر پر سېلاب ځپلو خواشیني ښودلې او زیاته یې کړه چې تر راتلونکي جون میاشتې پورې به د چین هېواد سېلاب ځپلو سره د مرستې چوپه راولېږي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx