نظــر

په کابل کې د قيامت نښانې

فضلي (پکتياوال)

محترمو ! ليکنه تر پايه ولولئ، وروسته قضاوت په خپله وکړی چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم همدغه مباکې ويناوې د کابل په اداره او د هيواد په نورو سيمو کې په واکمنو تطبيق کيږي او که نه؟ نن ورځ هيڅ تبصره کول نه غواړم، دا تاسو او دا د خواږه پيغمبر حضرت محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم ويناوې .

د بې وقوفو واکمني

د عامو خلکو اصلاح د هغوی د واکمنو تر اصلاح او د عامو خلکو بيکارتوب د هغوی د واکمنو تر بيکارتوب پورې اړه لري، نبي کريم صلى الله عليه وسلم خبر ورکړی چې د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې حکومت او قيادت به د کم فهمو او بې وقوفو خلکو لاسته ورشي، کوم به چې نه د کتاب او سنت په رڼا کې ژوند تيروي او نه به د نورو نصيحت مني.

له حضرت جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم خپل صحابي حضرت کعب بن عجره رضي الله عنه ته وفرمايل:

اې کعب ! الله دې تا د بې وقوفو له واکمني څخه وساتي، هغه عرض وکړ يا رسول الله ! د بې وقوفو د واکمني مطلب څه دی؟ نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل : له ما وروسته به داسې واکمن وي کوم به چې زما له سنتو څخه رڼا نه حاصلوي او نه به زما په سنتو عمل کوي، کوم خلک چې د هغوی د دروغو تصديق وکړي او په ظلم او ستم کې له هغوی سره ملګري شي نه هغوی له ما څخه دي او نه زه له هغوی څخه يم او نه به زما حوض کوثر ته راځي، البته هغه خلک چې د هغوی د دروغو تصديق ونه کړي او په ظلم او ستم کې د هغوی ملګرتيا ونه کړي هغه له ما څخه دي او زه له هغوی څخه يم او دا خلک به زما حوض کوثر ته هم راځي:

اې کعب ! روژه ډال دی، صدقه ګناهونه محوه کوي، لمونځ قرباني ده، يا نبي کريم صلى الله عليه وسلم دا وفرمايل چې لمونځ دليل دی، اې کعب ! هغه غوښه چې له حرامې غذا څخه پيدا شي هغه به جنت ته نه داخليږي، د هغې لپاره د جهنم اور ډير مناسب دی، اې کعب ! خلک له کورونو څخه وځي او د خپل ځان سودا کوي، څوک خپل ځان له الهي عذاب څخه آزاد کړي او څوک يې په هلاکت او بربادي کې وغورځوي ([1]).

د (سفيه) معنا ده: داسې سړی کوم چې کم عقل او کم تدبيره وي، کوم خلک چې د نورو مسايل نه پيژني د خپل ځان مسايل به څنګه وپيژني، د (سفاهت) معنا ده : کم عقلي، په يوه بل حديث کې راغلي :

قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې د هرې قبيلې قيادت د منافقينو لاسته ور نشي.

له منافقينو څخه مراد څخه خلک دي د کومو چې ايمان کم وي، د الله تعالی له خوف او ويرې څخه خالي وي، په کثرت سره دروغ وايي او پوره جاهل وي.

هر کله چې د خلکو پادشاهان، قادين او ټولواکان همداسې خلک شي نو هر شی درهم برهم کيږي، د دروغو به تصديق او د رښتياوو به تکذيب کيږي، امانتونه به بد ديانتو ته سپارل کيږي او امانتدار ته به د شک په سترګه کتل کيږي، جاهل به خبرې کوي او عالم به په چپ کيناستلو باندې مجبوريږي.

امام شعبي رحمه الله فرمايي :

قيامت تر وخته نه قايميږي تر څو چې علم جهل او جهل علم ونه ګڼل شي ([2]).

د حقايقو بدلون او د ټولو معاملاتو درهم برهم کيدل دا ټول صورتحال به په آخره زمانه کې ښکاره شي، حضرت عبد الله بن عمرو = بيان کوي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي :

(ان من اشراط الساعة ان يوضع الاخيار، ويرفع الاشرار) ([3]).

ژباړه : د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې ښه خلک به شاته کړل شي او بد خلک به مخته کړل شي.

د قبايلو قيادت به د فاسقانو په لاس کې شي

د قيادت او سيادت په باب کې شرعي اصول دا دي چې قيادت به د ډير صالح، د ډير علم لرونکو او موزونو خلکو په لاس کې وي، مګر يوه زمانه به راشي چې د قومونو قيادت او سيادت به د فساقو او فجارو خلکو لاس ته ورشي، د دې لوی سبب دا دی چې له بيکارو خلکو سره به مال او تعلقات ډير شي، يا به د هغوی د جرئت، دليري او نسب له امله قيادت د هغوی لاسونو ته ورشي.

تر ټولو رذيل سړی به د قوم مشر شي

د قيامت دغه نښانه هم له مخکنی نښانې سره پيوسته ده، يعنې قوم که په سفر کې وي، يا د کوم مهم کار لپاره سره را يو ځای کيږي، يا د کومې معاملې فيصله کول مقصود وي، په هر قسم حال کې به د قوم مشري د کوم نيک او منصف سړي په لاس کې نه وي، بلکه کوم سړی چې تر ټولو بد او رذيل وي دا منصب به د هغه په لاس کې وي.

په اصل کې داسې صورتحال د زمانې د بدوالي له امله پيدا کيږي، يا دا چې لوی سبب يې دا دی چې بد او بيکاره خلک به په کثرت سره پيدا شي.

د يوه انسان له شر څخه د ځان ساتلو په خاطر به د هغه عزت کيږي

دا به د دې لپاره کيږي چې قيادت به د بيکارو او نا اهله خلکو په لاس کې وي او هغوی به په ټولنه کې اکثريت لري، له همدې امله به خلک مجبور وي تر څو د هغو بيکاره خلکو عزت وکړي، هغوی ته يو حيثيت ورکړي، د هغوی احترام وکړي او دا ټول به د هغوی له ظلم، زياتي، ضرر رسولو او د هغوی له شر څخه د ځان ساتلو له امله وي.

له ۳۶ نمبر نښانې څخه تر دې ځايه چې کومې نښانې ذکر کړی شوی د هغوی ټولو بيان په دې حديث شريف کې شوی کوم چې حضرت ابو هريرة رضي الله عنه بيان کړی چې رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل !

(إذا اتخذ الفيء دولا والأمانة مغنما والزكاة مغرما وتعلم لغير الدين وأطاع الرجل امرأته وعق أمه وأدنى صديقه وأقصى أباه وظهرت الأصوات في المساجد وساد القبيلة فاسقهم وكان زعيم القوم ارذلهم وأكرم الرجل مخافة شره وظهرت القينات والمعازف وشربت الخمور ولعن آخر هذه الأمة أولها فليرتقبوا عند ريحا حمراء وزلزلة وخسفا وقذفا وآيات تتابع كنظام بال قطع سلكه فتتابع) ([4] ).

ژباړه : کله چې د فی مال دولت وګڼل شي، د امانت مال غنيمت وبلل شي، د زکاة په ورکولو د جرمانې خيال وکړل شي، علم د غير ديني مقاصدو لپاره حاصل کړل شي، خلک د خپلې ښځې اطاعت او د مور نا فرماني وکړي، دوستان نږدې کړي او پلرونه ليرې کړي، په جوماتونو کې آوازونه پورته کړل شي، فاسق او فاجر خلک د قبيلو مشران شي، رذيل سړی د قوم مشر (سردار) شي، د يوه انسان عزت د هغه د شر له ويرې وشي، د موسيقي آلات او سامان عام شي، د شرابو څښل عام شي او د امت د آخرې زمانې خلک په مخکنيو خلکو باندې لعنت ويل شروع کړي نو په دې وخت کې دې خلک د ګرمو هواګانو، زلزلو، په زمکه کې خسف، د شکلونو مسخ کيدو، د تيږو (ډبرو) باران او داسې نښانو ته انتظار وکړي کومې به چې پيوسته راځي.

[1] – مسند احمد :۳/ ۳۲۱، وصحيح ابن حبان : ۱۰/ ۳۷۲.
[2] – المصنف لابن ابی شيبة : ۱۵/ ۱۷۵، حديث : ۳۸۵۸۳.
[3] – المصنف لابن ابی شيبة : ۱۵/ ۳۸۵۴۵، وسلسلة الاحاديث الصحيحة :۶/ حديث : ۲۸۲۱.
[4] – جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۲۱۱، وقال : حديث غريب، والحديث فی اسناده رميح الجذامي، لايعرف، وله شاهد عن علی رضی الله عنه، فی اسناده الفرج بن فضالة، وآخر عندالطبرانی عن عوف بن مالک، وفيه عبدالحميد بن ابراهيم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Yousaf

Dear,
that is in all Country of world not in Afghanistan the all issue clear for ( Qayamat) waiting for it soon…..

malyar

پکتیا وال صاحب دیرپه زرٍه پوری معلومات خو کاشکی چه خلک د اسلام دمبین دین په حقانیت پوهیدلی اوس خو تٍول خلک یوازی دالر ته ددین په سترگه گوری او عالم او دروند سرٍی ته دلیونی گمان کوی دا چه گیدٍه یی مرٍه شی فرق ورته نکوی چه حلال دی که حرام زه درته سه ووایم زمونژ هیس شی داسلام په چوکاتٍ کی برابرندی الله دی هرسه سم کرٍی زه خو ورته هگ پگ یم

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x