افغانستانخبرونه

خوست ولایت کې یو شمېر ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۳۰مه، ۱۴۰۳ل): د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې په خوست ولایت کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو یو شمېر ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

د خوست ولایت امنیه قومندانۍ وایي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو سره په ګډه یې ددغه ولایت په نادر شاکوټ، تڼیو او علیشېرو ولسوالیو کې ۱۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

په ورته مهال یاد د مبارزې مسوولینو په بامیان، ارزګان، بلخ، فاریاب، لغمان او سرپل کې د نشه یي کروندې هم له منځه وړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx