افغانستانخبرونهنړۍ

د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو کتلي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۳۰مه، ۱۴۰۳ل): د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد پر ایکس پاڼه لیکلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو کتلي.

نوموړي ویلي چې په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو له ټولنې سره په اړیکو او د دوحې راتلونکي درېمې ناستې د غونډې او اجنډا په اړه خبرې شوي.

په ناسته کې روزمېري ډیکارلو د دوحې د ۳مې ناستې په اړه ویلي چې دا ځل به د بحث محور په مالي او بانکي موضوعاتو، مخدره موادو په مبارزې او کروندګرو ته بدیل معیشیت او همداراز د اقلیم بدلون او ترې افغانستان ته راټوکېدلو زیانونو په اړه خبرې اترې وشي.

نوموړي زیاته کړې چې مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو له سرمنشي مرستیالې غوښتي چې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان استازي ته ځای ورکول شي، ترڅو په واقعي توګه د افغانستان نمایندګي وکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx