لیکنېکابل په روژه کې

د پنجرو شاته؛ لنډ تأثر ـ وفیق اشنا

د پنجرو شاته کتاب مې له مطالعې کولو وروسته په اوښکو لوند ترمخ پروت دی، یاد کتاب چې په ۲۰۸ صفو کې قلم بند شوی دی، د یوه ریښتیني درد مند حکایات مستند دی، داسي مستند چې زړونه یې په لېدلو، اورېدلو، او لوستلو اره اره کیږي او ډیر ګڼ هغه سوالونه چې زموږ ستاسي ذهن کې شل کاله منحل پراته پاتي دي، چې زندانیان څوک وه، زندانیانو کې پراته خلک په څه جرم پراته وه، زندانیانو ته په زندانونو کې د بشر حقوق څومره ورکړل شوي وه، زندانیانو سره څه مظالم ترسره کېدل، له هغې ځنو سوالونو ځنو ته یو مناسب تعریف لټول شوی او بیا یې مختصر لیکلی، د کتاب لیکوال د نن زمان او مکان اړتیا درک کړي ده.

او د زندانیانو له پامه غورځول شوي موضوع ته یې د نورو قلموالو د پام اړه ولو په خاطر د سپین کاغذ په سپینه سینه قلم څرخولی. او له قلموالو یې غوښتي چې خپلې قربانۍ، میړانې، د تاریخ پاڼو کې ثبت کړئ، او راتلونکی ناخبره نسل د نن حاکم نظام له ارزښت، درنښت خبر کړئ، چې څومره قربانۍ او ځوانۍ یې په پار ورکړل شوي دي.

تر دي مخکې مې پر همدې موضوع (زولنې به دي زړې شي زه به ځوان یم.)یو کتاب د سلو بندیانو له خاطرو ولیکه بیا هم له اوږدې مودي راهیسي مې په بل ټوک کار پیل کړی دی، چې لا لګیا یم د یوه یوه بندي د دروازې ور شرنګوم او د خپل کتاب د تکمیل لپاره ترې مواد را غوڼده وم، خو له شته مجبوریتونو او مصروفیتونو مې یاد کار يو څه له ځنډ سره مخ نیمګړی پاتي دی.

باقي خبره په لنډو خبرو کې لنډه وم هغه دا چې داسي کتابونه لیکل زموږ د قربانۍ او میړاني هغه مواد دي په کوم چې زموږ تاریخ غني کیږي، زه د جاوید افغان ورور یاد ابتکار په درنو ګاڼو تلم چې په نن عصر کې یې له نازک زړګي سندان جوړ کړ، او داسي دردمند، درانه حکایات یې واوریدل او بیا یې ولیکل ، دا لوی کار په لوی توصیف او تسویق ارځي خو ما بنده سره نور په دي غیر حاضر ذهن کې څه نشته چې دلته یې سره پېوند کړم، خو په اخر کې د جاوید افغان صاحب د کړي نوښت په پار لاندې دوه بیتونه لیکم او ورته یې ډالۍ کوم.

اې د جلال اې د کمــال څښتنه.
ته یې قلــم او ځواني تانده لري.

جاوید د ډیرو کمالو څښتن کړي.
او اینــده یې ښــه روښـانــه لري.

کابل کانټینیټل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx