افغانستانخبرونهنړۍ

اسلامي امارت د ایران د ولسمشر او مل پلاوي پر مړینه خواشیني ښودلې

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، د غوایي ۳۱مه، ۱۴۰۳ل): د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي معاونیت په ایران کې د رامنځته شوې پېښې په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دې چې د ایران اسلامي دولت او ملت سره په دې لویه غمیزه کې د افغانستان ولس ځان شریک بولي.

په اعلامیه کې سیاسي معاونیت له پاک رب څخه د ارواښاد ابراهیم رییسي او مل پلاوي ته د مغفرت دعا کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په دې غم کې له ورور او دوست هېواد د ایران اسلامي جموریت ترڅنګ ولاړ دی.

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د دې هیواد بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په ګډون لوړرتبه پلاوي تېره ورځ د اذربایجان په ختیځه برخه کې د چورلکې د لوېدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx