افغانستانخبرونه

د کډوالو چارو وزارت وایي چې له ایران څخه له دوه نیم زرو زیات افغانان خپل هېواد ته را ستانه شوي

 

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، د غوایي ۳۱مه، ۱۴۰۳ل): د کډوالو چارو وزارت وایي چې د هرات اسلام قلعه له لارې زرګونه تنه افغانان خپل هېواد ته را ستانه شوي.

په هرات کې د اسلام قلعه سرحدي مسوولین وایي چې د ۲،۶۳۹ تنه افغانانو په ګډون ۷۴ کورنۍ هېواد ته په خپله خوښه او جبري توګه راستنې شوي چې د مسوولینو له لوري د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستې په موخه ور پېژندل شوي او دوی وایي چې یاده پروسه لا هم دوام لري.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې مسوولینو وایي، چې د تثبیت او استقبال کمېټې له لوري د بېرته را ستانه شوو کډوالو سره نغدي مرستې، روغتیایي خدمات، وړیا سیمکارټونه، او ترانسپورت برخه کې بېلا بېلې مرستې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx