افغانستانخبرونه

د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته بهرني شرکتونو په افغانستان کې شاوخوا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، د غوایي ۳۱مه، ۱۴۰۳ل): د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د اسلامي امارت تر واکمنیدو وروسته یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې په میلیاردونو پانګونه کړې.

دې وزارت ویلي چې تر دې دمه چین، ایران، ترکیې، قطر او انګلستان شرکتونو په افغانستان کې د ۷میلیارده ډالرو په ارزښت په اتو لویو کانونو کې پانګونه کړې.

ددې وزارت په وینا “چينايي شرکت د تخار د سرو زرو په کان، د لوګر عينک د مسو په کان او د اموسیند سره د نفتو په استخراج کې پانګونه کړې. د ايران اړوند شرکت بیا د هرات غوريان ولسوالي د اوسپنې په دوو بلاکونو کې پانګونه کړې او په غوریان ولسوالي کې د اوسپنې په دوه نورو بلاکونو کې بریتانیوي او ترکي شرکتونو پانګونه کړې چې یوه قطري شرکت د جبل السراج د سمنټو په پروژه کې قرارداد کړی دی”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx