نظــر

‏د ایراني ولسمشر وژل کیدل؛ د پیښې انځور او راتلونکې سناریوګانې

خالقیار احمدزی

تیره شپه ماښام مهال ایراني رسنیو ناببره راپور خپور کړ، چې د دوی د ولسمشر(ابراهیم رئیسي) او د بهرنیو چارو وزیر (حسین امیر عبداللهیان) په ګډون د یوه لوړ پوړي پلاوي چورلکه چې آذربایجان ته په یوه رسمي سفر تللي ؤ ، د تخنیکي ستونزې له امله یې سقوط کړی او له چورلکې او عملې سره یې اړیکه پرې شوې ده .
د ایران د تسنیم خبري اژانس ولیکل چې د رئیسي لیږدوونکې چورلکه ۲۱۲ امریکایي ساخت وه او د ۱۷ کسانو د لیږد ظرفیت یې درلوده .

د ایراني ولسمشر د هلیکوفتر د سقوط خبر په دومره بیړه خپور شو ،چې په ډیر کم وخت کې د نړۍ  دهیوادونو استازو له ایران سره پر دغه پېښه همدردي شریکه  او ګڼو یې د چورلکې او عملې د موندلو برخه کې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ .

په کوردننه (ایران) کې بیا د رئیسي د ژغورنې لپاره ختمونه او لوی مراسم تدویر شول او لوی مذهبي مشر خو آن د ټول هیواد په کچه د ویر د ورځې اعلان ته تابیا ونیوله .
په ایراني رسنیو کې دا سورې نارې هم ګډې وې چې که سیمې ته کومکي ځواک په وخت ونه رسیده ،ممکن د چورلکې د عملې جسدونه لیوان او نور ځناور وخوري؛ داچې د چورلکې د سقوط پیښه دعبور او مرور له ساحاتو په یوه ډیره لرې پرته سیمه  کې رامنځته شوې وه، نو په همدې اساس مؤظفو ژغورونکو ډلو هم ایله ۱۶ ګړۍ وروسته د پیښې ځای ته د ګړنديو موټرو په مټ ځانونه ورسول.

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو آسیایي  ،افریقایي او اروپایي هېوادونو له ایران سره په دغه لوی غم کې ځان شریک وباله  او د ترکیې په ګډون ځینو آن د مرستې لپاره کومکي چورلکې او موټرې هم ور واستولې.

د ځینو په وینا ، ښایي د غرب د مستهدفو لوبو د ټارګیټ پوره کیدو کې د پاتې راتګ له امله، رئیسي هم د سلیماني په برخلیک اخته شوی وي او څوک بیا د داخلي اختلافاتو، نړیوالو ننګونو او…. په ګډون نور لاملونه د دې پیښې عامل بولي؛ دا چې د ایراني ولسمشر چورلکه د ځای پرځای شوي ماین ښکار شوې ،که د تخنیکي ستونزې له امله یې سقوط وکړ او یا هم د ظاهري رقیب (اسرائیلو) د کوم هدفي برید په نتیجه کې ټوټه  ټوټه شوې؛ تر څیړنو وروسته به یې د چورلکې تور بکس حالونه وایي؛ خو هغه څه چې ښه څرګند شول ؛هغه له ایران سره د نړیوالو د تسلیت، غوسې او مرموزې چوپتیا شریکول ؤ ؛ چې ډیرو پرې اوښکې توی کړې، چا پرې چک چکې ووهلې او ځینې پرې پټه خوله پاتې شول.
هغه نړۍ چې تر پرونه یې پر ایران د بندیزونو ننګه کوله ؛ نن یې د تمساحي اوښکو په تویولو سره عملا وښوودله چې سیاسي میدان کې شعاریزې شپږمخیزې لوبې چلیدای شي   او دوست او دښمن، هیوادنۍ ملي ګټې ورته ټاکي .

په همدې ترتیب، ګڼو هیوادونو ایران ته د غمرازي  مراتب  وړاندې کړل  او ځینو خو آن په خپلو هیوادونو کې د ایراني ولسمشر په سوګ، عمومي ماتمونه اعلان کړل .

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء لخوا د خلکو او نظام په استازیتوب د تعزیت واحد پیغام شریک شو ؛خو د تیرې ادارې تښتیدلو افغان نما څیرو بیا د پخوا په څیر، هر یوه له خپله آدرسه یوه ځانګړې اعلامیه نشر کړه چې جلا جلا یې په دغه پیښه کېد خپل غم او اندوه د کچې حالت پکې د حال په ژبه ترسیم کړی ؤ.

خپله په کوردننه چې د ایران واکمن رژیم څومره مخالفین لري،نن یې د ملاتړو له آه او فِغانه څرګنده شوه چې تر مخالفینو یې ملګري هم کم نه دي .
د ۷ ورځني عمومي ماتم اعلان او تر امر ثاني پورې د سینما او تیاتر د بندیز اعلانونو زغمل د ایراني ځپل شوي ولس لپاره ښایي ننګونکې وي ،خو د عکس العمل هیلې هم ورته نه بریښيږي .

یواځنی څه چې اوس به پرې ډیر لوري په ځانګړې توګه غربي نړۍ کار کوي ؛هغه د ایران د راتلونکي برخلیک مالومول دي.
که څه هم د فقید ولسمشر مرستیال د لنډمهاله ځای ناستي په توګه تعیین شوی ؛خو ۵۰ ورځې ووسته ترسره کیدونکو انتخاباتو کې به لویدیځوال د خپلو بړیڅو د بریا لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې وکړي ؛څو په دې توګه هم سیمه کې خپلې ګټې خوندي وساتي او هم د ایرانۍ پردې ترشاه  په سیمه اومنځني ختیځ کې خپلې دستوري لوبې میداني کړي .

خو یو څه چې ډیر څرګند دي، هغه د ایران د ولایت فقیه، شورای نګهبان او نورو جوړښتونو درلودل دي، هغه څه چې د ایران تر ولسمشر او بلې هرې قوې یې واکونه او اختیارات فوق العاده لوړ او زیات دي چې د یوه ولسمشر مړینه به یې د نظام علیاء ستراتیژۍ او پالیسي متزلزله نکړي.

دا چې د ایراني ولسمشر د وژنې انګازې به په منځني ختیځ، سیمه او نړۍ کې کومې اغیزې له ځانه سره ولري؛ کومه وړاندوینه یې ځکه نه کیږي چې، ایران کې د ولسمشر او خارجه وزیر په عدم سره د نظام په پالیسیو او خارجي چلندونو کې کوم د پام وړ تغیر نه راځي یواځې اشخاص بدلیږي او بس.

لیکنه…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx