افغانستانخبرونه

ټولګټو وزارت د زیانمن شوو لارو د جوړولو هڅې روانې کړي

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د جوزا لومړۍ، ۱۴۰۳ل): د ټولګټو چارو وزارت وایي چې په دې وروستیو کې د سېلابونو له امله په یو شمېر ولایتونو کې سړکونه زیانمن شوي چې د جوړلو لپاره یې هڅې په چټکۍ سره روانې دي.

دې وزارت ویلي چې د تېرو سېلابونو له امله د بامیان ـ سرپل، بامیان ـ بغلان، پروان او بغلان لویې لارې زیانمنې شوي چې د ټولګټو چارو وزارت مسوولین یې په ترمیم کولو لپاره په کار بوخت دي.

یاد وزارت زیاتوي چې د وروستیو شدیدو سېلابونو له امله د بدخشان، سمنګان، سرپل، بلخ، تخار، پکتیا او نورستان ولایتونو ترانسپورتي ځایونه خراب شوي چې ددې وزارت اړوند ټیمونو یې د جوړولو لپاره ټولې هڅې روانې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx