افغانستانخبرونه

د افغانستان په نفتو کې د ازبیکستان شرکت د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د جوزا لومړۍ، ۱۴۰۳ل): ‏د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ ضیاءالرحمن اریوبي په کاري دفتر کې د اوزبیکستان ایریل فني شرکت ټیم سره کتلي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې په دې لیدنه کې د ایریل فني شرکت ټیم په افغانستان کې د نفتو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې.

په دې لیدنه د یاد وزارت مرستیال راغلي ټیم ته د پانګونې په موخه ډاډ ورکړی چې د اسلامي امارت په راتګ سره بهرنیو سوداګرو ته د پانګونې ښه زمینه برابره شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx