افغانستانخبرونه

د کډوالو چارو وزیر په ‏کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د جوزا لومړۍ، ۱۴۰۳ل): کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په ‏کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال او مل پلاوي سره لیدلي.

د کډوالو چارو وزارت وایي چې په لیدنه کې خلیل الرحمن حقاني د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا تر څنګ په هېواد کې د وروستیو سېلاب ځپلو، بې ځایه شویو کورنیو او راستنېدونکو هېوادوالو سره د مرستې او کار په اړه خبرې کړي.

په یاده لیدنه کې په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال ډاډ ورکړی چې ترکیه له راستنېدونکو افغان کډوالو سره د هر ډول مرستې لپاره چمتو ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx