افغانستانخبرونه

مسوولینو په اسلام کلا بندر کې یو تن د اسعارو د قاچاق په تور نیولی

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د جوزا لومړۍ، ۱۴۰۳ل): د هرات په اسلام کلا بندر کې د ګمرکونو د ساتنې او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې یو تن د اسعارو د قاچاق په تور نیولی دی.

د یادې قطعې مسوولین وایي چې نیول شوي کس غوښتل چې له دې لارې ایران ته ۳۲ زره ۵۰۰ یورو قاچاق کړي.

د ګمرکي مسوولینو په وینا، نیول شوی کس د لا نورو پلټنو په موخه د اسلام کلا بندر د استخباراتو مدیریت ته سپارل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په له دې وړاندې په تورخم او سپین بولدک کې د ګمرکونو د ساتنې قطعې مسوولینو ګاونډي هېواد ته د اسعارو او تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx