نړۍ

امریکا: اسلامي دولت د «متعصب فکر» تر څنګ د «قوي استراتیجۍ او قوي تکتیک» څخه برخمن دی

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د امریکا د دفاع وزیر وايي چې په عراق او شام کې د اسلامي دولت ګروپ یو «عادي تروریستي ډله» نه دی چې په اسانۍ سره له منځه یو وړل شي. نوموړی زیاتوي چې شاید دغه ډله به په منځني ختیځ کې د یو غټ بدلون سبب وګرځي.

د امریکا د دفاع وزیر او د امریکايي پوځ لوی درستیز جنرال مارټن ډیمپسي په ګډه د ژورنالیستانو سره په ناسته کې وویل چې د اسلامي دولت په جنګیالیو یوازې د سیمه ییزو ځواکونو په واسطه باندې بریا ترلاسه کیدای شي او په دې توګه باید لومړی خپله د هغو سیمو ولس د اسلامي دولت پر ضد پاڅون وکړي.
وزیر دفاع چاک هیګل وویل چې د اسلامي دولت وسلوال ښه مسلح، ښه تدریب شوي او تر نورو هر چا یې ښه تمویل کیږي.

نوموړي د امریکا د لوی درستیز جنرال ډیمپسي سره په ګډه خبري ناسته کې وویل چې د اسلامي دولت ځواکونه د یو فکر تر څنګ قوي استراتیجي او قوي تکتیک څخه برخمن دي، د هغوی قوت او اقتصاد تر بل هر هغه وسلوالې ډلې زیات دی چې موږ لیدلي.

بل خوا د امریکا لوی درستیز جنرال ډیمپسي وویل چې اسلامي دولت یو متعصب فکري بنسټ لري او د هغوی اوږد مهاله پلان دادی چې لبنان، اسراییل، او کویت تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ډیمپسي زیاته کړه که چېرې دوی دغه هدف تر لاسه کړي، نو دا به په منځني ختیځ کې ستر بدلون وي او په سیمه کې به د ډیرو امنیتي ستونزو سبب وګرځي چې د امریکا لپاره به هم له ډیرو اړخونو خطرناک واقع شي.

بل پلو د امریکا د دفاع وزیر چاک هیګل وویل چې د امریکايي الوتکو مسلسل بمبار د اسلامي دولت د جهادیانو مخه ونیوله او د عراق په شمال کې د کردانو سیمو ته د هغوی پرمختګ وځنډیدی.

هیګل زیاته کړه چې امریکا د کردانو او عراقي ځواکونو سره مرسته وکړه تر څو د کردستان پلازمینه اربیل خوندي کړي او همدا ډول د موصل لوی ډیم د اسلامي دولت له ولکې وباسي.

نوموړي وویل چې د امریکا اوسنیو بمباریو د عراقي پوځ لپاره د ځوابي بریدونو فرصت برابر کړ.

خو هیګل د یوه سوال په ځواب کې وویل چې که اړتیا پېښه شي، کیدای شي سوریا ته هم خپل بمبار وغځوي، خو په وینا یې چې دا یو لرې او کمزوری احتمال دی، هلته به امریکا د معتدلو وسلوالو ملاتړ کوي، تر څو د اسلامي دولت سره وجنګیږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close