افغانستانخبرونه

امنیتي ځواکونو په لغمان ولایت کې د وسله والې شخړې مخه نیولې

 

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د جوزا لومړۍ، ۱۴۰۳ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې امنیتي ځواکونو د لغمان په الیشینګ ولسوالۍ کې د دوه قومونو د وسله والې شخړې مخه نیولې.

د نوموړي په وینا، په یاد ولایت کې د قومونو تر منځ له پخوا راهیسې تاوتریخوالي شتون درلود چې نن د ویښ امنیتي او دفاعي ځواکونو لخوا د دوی د وسله والې شخړې مخه ونیول شوه.

نوموړي زیاته کړې، چې امنیتي ځواکونو د جګړې په مخه نیولو کې له دواړو لوریو ۲۵ کسان له ۳۰ میله وسلو سره نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx