افغانستانخبرونهنړۍ

د ا.ا.ا. لوړپوړي مقامات د ريیسي په جنازه کې ګډون کوي

 

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن سهار تهران ته په سفر روان شوي دي.

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ایکس پاڼې ویلي چې په دې سفر کې به ملا عبدالغني برادر او مولوي امیر خان متقي د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي او نورو حکومتي مسوولینو په جنازه کې ګډون کوي.

د اقتصادي معاونیت ایکس پاڼه زیاتوي، چې تللي پلاوي به د اسلامي امارت او د افغانستان د خلکو په استازیتوب په جنازه کې د ګډون ترڅنګ د ایران حکومتي مسوولینو او د وفات شوي چارواکو کورنیو ته تسلیت وایي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx