شعـــــرونه

خودبينه زمانه کې به سکوت د هيلې څرک و ـ لطف الله خیرخواه

 

فـکـرونـه چې په ذات کې انحصار پاتې کېدل
خـيـالــونــه يـو په يو د ژوند په لار پاتې کېدل

خودبينه زمانه کې به سکوت د هيلې څرک و
بـې ګــټــې به طــرزونــه د اظـهار پاتې کېدل

جــذبــې د مــحبـت يې په سايه کې ګرمېدلې
اورونــه پــه سـیـنـه کـې د چـیـنـار پاتې کېدل

چـې سـتا د لېـمو خم به مې ليدلی و يو وخت
آثـار بـه مـې پـه سـتـرګـو د خـمـار پاتې کېدل

کـه ځـای بـه د خـانـانـو پـه نـا لـوسـتـو ډکېده
د کـلــي د کــمــال ژڼـــي اوزګــار پاتې کېدل

حقونه يې د خدای پوره کول خو پام يې نه و
صـوفـيـان د انـسـانـانــو ګناهګار پاتې کېدل

چې شپې وې د خيرخوا رڼې په ستورو د کابل
رنـګــونــه يــې پــه زړه د ننګرهار پاتې کېدل

شاعر ـ لطف الله خیرخواه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx