نظــر

منصور مړ نه دی!!!

لیکنه: ارسلا مفتون

زه هغه وخت پوهنتون کې وم، فکر مو خام او عقیده مو د پخوالې پوړونو ته نه وه رسېدلې، یو خوا نړیوال اشغال، غربي فکر او ډیموکراسي او بل خوا د شهید منصور مدبرانه، منظم سیاست او جهاد و، موږ د دې دواړو تر منځ راغلو، داسې یو حالت کې د طرف انتخاب او له غربي فکر څخه ځان ژغورل ډېر ستونزمن کار او پرېکړه وه.

خو!

د مدبر رهبر مدبرانه سیاست، هر اړخیز فکر او مخکې تګ موږ له ډېرو کړاونو او کږلیچونو په امن کړو، د ژوند په هدف یې پوه کړو، داسي یې رهبري کړو چې آن تر مرګ پوري به یې احسان هېر نه کړو.

هغه زما په څېر د زرګونو محصلینو خامې عقیدې پخې، فکرونه یې ورته د اب زمزم پر اوبو ومینځل، له زړونو څخه یې ورته د مادیت پرستۍ، دونیا طلبۍ او عشرت زنګ پاک کړل.

د هیواد په ټولو پوهنتونونو او علمي مراکزو کې یې منظم تدریب، اعداد او حلقات پیل کړل، داسي کړنلارې او طرحې یې ورته جوړي کړې، چې دوښمن آن تر فتحو پوري ورباندي اګاه نه شو او دوی ورته د دوښمن په منځ کې د ایثار او قربانۍ نمونه ځوانان وروزل.

شهید رهبر د نورو برخو تر څنګ د هیواد علمي برخې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړه، په دې برخه کې یې ادارې او کمېسیونونه رامنځ ته کړل، ځانګړې طرحې ورته جوړي کړې او په زیاته کچه د پوهنتونونو او مکاتبو ځوانان یې له دې لارې خپلې غېږې ته نږدې کړل، موږ هم د دې لوی احسان څخه بې برخې پاته نه شو او د امارت په سپین څادر کې مو ځانونه ونغښتل.

شهید امیر پوهیدی چې یو وخت به د اشغال ټغر ضرور ټولیږي، نړۍ به ماتیږي او دا ظلم به پای ته رسيږي

نو!

شهید امیر په مدبرانه ډول د ډېرو داسې کمیسیونونو د رامنځ ته کیدو په لټه کې شو چې، د یو مکمل نظام د جوړښت نمائندګي وکړي، مخکې له مخکې یې د نظامي جګړې تر څنګ د یو غوره حکومتولۍ تیاری وکړ.

شهید امیر د امارت تشکیلات منظم، نظامي قطعې ترتیب، د معسکراتو سیسټم جوړ او د بهرنیو هېوادونو سره سیاسي روابط ترتیب کړل.

نوموړي د تحریک ریښې د هیواد ټولو برخو ته و رسولې، د هیواد له هرې برخې منظم تحرکات پیل شول، له شمال تر جنوب او له شرق څخه تر غرب پوري یې د یوالي او یو واحد صف د لا ټینګښت هڅې پیل کړې.

سیاسي بصیرت او پوهه یې دومره لوړه او بې مثاله وه، تا به ویل چې د نړۍ په ډیرو لوړو اعتبار لرونکو پوهنتونونو کې یې د دکتورا او فی ایچ ډي تر کچې زده کړې کړي وي.

د مرحوم امیر رحمه الله تر مرګ وروسته یې دا لښکر داسي رهبري کړ، چې د نړۍ ټول قوتونه ورته عاجز دي، هغه تقبله الله د مرحوم امیر مړینه تقریباً څو کاله د حکمت او باخبره سیاست له امله داسي پټه وساتله، چې د نړۍ هیڅ استخباراتي دستګاه ورباندې اګاه نشوه او تر نن پوري داسي تدبیر ته ګوته په غاښ پاته دي.

شهید امیر تقبله الله دا جوته کړه چې دلته یوازې کشران، بې وزله او د غریبو خلکو زامن قرباني نه ورکوي، بلکې هغه خپله قرباني ورکړه، داسي قرباني چې په خپلو هډونو یې اور بل کړ، غوښې یې وسېځلې او ایرې به یې الله ﷻته د قربانۍ ګواهي ورکوي.

شهید امیر یو فکر، یو منهج او یوه عقیده دی، هغه مړ نه دی، د هغه فکر، عقیده او منهج ژوندي دي، د یو مشال په څېر یې پتنګان رڼا ته نڅا کوي او ټول د ده په د وصال شیبو ته په انتظار دي.

منصور مړ نه دی بلکې هغه ژوندی دی، اللهﷻ هم د داسي خلکو په حق کې وایې: سُوۡرَةُ البَقَرَة : 154

وَلَا تَقُولُوا لِمَن يُقْتَلُ فِى سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوٰتٌۢ ۚ بَلْ أَحْيَآءٌ وَلٰكِن لَّا تَشْعُرُونَ

او هغو خلكو ته چي د الله په لار کښي ووژل شي، مړه مه وایاست! داسي خلك خو په حقيقت کښي ژوندي دي، خو تاسي دا شعور نه لرئ چي د هغو په ژوند خبر شئ.

منصور یو فکر دی، یو لښکر او یو ځواک دی چې هیڅکله به دا فکر، ځواک او لښکر له منځه ولاړ نه شي به اذن الله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx