ادبي لیکني

مدرسه او مبارزه؛ یوه پېښه!

دادمحمد ناوک/طارق بدر
الحمد لله رب العلمین و الصلوه والسلام علی رسول الله محمد و علی آله و اصحابه اجمعین
په فرهنګي، علمي او ادبي ډګر کې د داسې اثارو رامنځته کېدل چې په خپرېدو يې ذهني یا عملي بدلون رامنځته شي او د ټولنې حاکم، تطبیقي او عملي فکر په مثبت لوري رهبري کړي؛ فرهنګي او علمي پېښه بلل کېدای شي.
ممکن ځینې داسې برداشت کړي، چې نو دا ډول حکم باید د اثر له خپرېدو وروسته وشي یا ممکن کلونه وروسته وشي، چې منصفانه ښکاره شي او حکم کوونکی په لاس کې ښکاره شواهد ولري او بیا يې له خپاره شوي اثر سره تړاو ورکړي، چې د دې اثر د دې تاثیراتو په نتېجه کې دا ډول تغیرات راغلل نو پر دې بنا اوس دا اثر یوه پېښه بللی شو؛ خو که ځينې اثار تر خپرېدو وړاندې هم د هغو عواملو درلودونکي وي چې پر اساس يې ژور تغیرات او مثبت تحول راتلی شي یو لوستونکی دا حکم کولی شي چې په دراز مدت کې به دغه اثر د یوې پېښې حیثیت خپل کړي.
مدرسه او مبارزه؛ د فکري جګړې د متخصص، مفکر او استاد عبدالهادي مجاهد داسې اثر دی چې د کلونو تجربې، معلومات، لوستې نظريې، د رد او تایید مستدلل ځوابونه، د راتلونکي لپاره پر واقعیت ولاړ وړاندیزونه او هیلې پکې را ټولې شوې دي، چې په فکري برخه کې بې له مبالغې یوه پېښه بلل کېدای شي، هغه عوامل چې یو اثر د یوې فرهنګي، ادبي، علمي یا ټولنیزې پېښې وړ کولی شي، ځينې يې ممکن داسې یاد کړو:
حاکم فکر ننګول؛ که کوم اثر کې له روانو علمي حالاتو، ټولنیزو پدیدو او فرهنګي بحثونو سره توافق ښوودل شوی وي، حتی ځای پر ځای يې یوازې ستاینه را اخیستل شوې وي، نو سړی ویلی شي چې دا ډول اثر به یوازې ژورنالیستیکي راپور، تاریخي جریان، یا هم ممکن توصیفي ګزارش وبللی شو؛ ځکه خو مهمه ده چې که غواړو په علمي، فرهنګي او د ټولنې په هره برخه کې د لا ښه کېدو په لور تغیر راولو، مجبور یو چې حاکم فکر وننګول شي، دا ننګول د ګواښ په معنی نه دی، بلکې موخه دا ده چې تنقیدي نظر پرې وشي، که تنقیدي نظر وجود ونه لري نو نیمګړتیاوې را برسېره کېدلی نه شي، چې نیمګړتیاوې درک نه شي د تصحیح یا پر مخ تګ سوال نه پیدا کېږي، نو پایله به يې له حالاتو سره توافق وي؛ ځکه خو هغه اثار چې د پېښې رول ور په غاړه وي په ځان کې دا عوامل لري چې په ټولنه کې روان حالات وننګوي؛ نه یوازې وننګوي بلکې د قوت نقطو د پیاوړتیا او د ضعف ټکیو د له منځه وړلو لپاره وړاندیزونه او طرحې هم له ځان سره ولري.
مثلاً دې اثر کې په حاکم وضعیت کې دا تشه احساس شوې چې د نويو فکري نړۍوالو پدیدو او فتنو پر وړاندې زموږ د مدرسي په ښوونیز نصاب کې په هغه اندازه مواد نه پیدا کېږي چې له دې علمي مرکز راوتلی شخص یې د رد، غلط ثابتولو او پر وړاندې د دفاع مستدلل توان ولري؛ نه یوازې دا تشه په ګوته شوې بلکې د دې تشې د ډکولو لپاره وړاندیزونه شوي، نوې فکري پدیدې بحث شوې او تاریخي سیر يې له لوستونکو سره شریک شوی.
« موږ باید په خپلو نصابونو کې د خپلو لوستونکو لپاره د کفارو د عقيدوي، سياسي او اخلاقي انحطاط معاصر او ښکاره مثالونه وړاندې کړو، ترڅو کفار زموږ نوي نسل ته د تقليد د وړ مثال او مقتدا په حيث نه، بلکې د داسې خلکو په حیث ورښکاره شي چې باید هدایت ورته ورورسول شي، او له کفر څخه يې نفرت وشي. او دا کار ځکه ضروري دی چې نن غرب کوښښ کوي چې د مسلمانانو نوي نسل ته خپل ځان د مادي او صنعتي پرمختګ په مجال کې د مثال تر څنګ په اخلاقي او فرهنګي مجال کې هم د يوې غوره نمونې په ډول وړاندې کړي، او پدې ډول هغوئ په ځان پورې وتړي.»
د عملي کېدو وړتیا ولري؛ پېښه بلل کېدونکی اثر یوازې د ارمانونو ټولګه نه وي، بلکې له ځمکنیو واقعیتونو سره اړخ لګوي، تشریح يې، ژبه يې او پکې وړاندې شوي موارد مخاطبینو ته د فهم او تطبیق وړ ښکاري. د دې تر څنګ له عملي کېدو نه يې موخه دا ده چې یوازې تیوريکي مسائل پکې نه وي چې ذهني غذا کېدای شي خو عملي شکل ته اړول يې یا پر وړاندې کلتوري، ټولنیز یا سیاسي خنډونه ولري.
دا ځانګړنه په دې اثر کې خورا په دقت مراعت شوې، د دې لپاره چې تعلیمي جوړښت بشپړ تشریح کړل شي په نړۍواله سطحه بحث شوی، چې څنګه سیکولر حکام تعلیمي جریانونه له دیني روح خالي کېدل غواړي، له خپلو دغسې ادرسونو يې څه ډول حکام را وایستل، پر وړاندې يې د دیني جریانونو مسؤلیت څه دی او څنګه کولی شو چې پخپله داسې جامع اشخاص ټولنې ته وړاندې کړو، چې د دیني زده کړي تر څنګ د نړۍ په معاصرو فتنو خبر، په ولس کې يې پر رېښو ځغلولو اګاه او پر وړاندې يې د دفاع لپاره پر استدلال لاس بری او قانع کوونکی وي.
استاد لیکي: « د ارزښتونو او باورونو جګړه په هره زمانه کې جلا جلا شکل نیسي. لکه څنګه چې پرونی فرعون تر ننني فرعونه فرق لري، همداسې نننی فرعونیت هم تر پروني فرعونيته فرق لري. او همدارنګه د ننني فرعونيت په خلاف مقابله هم د پروني فرعونیت په خلاف تر مقابلې ډېر فرق لري.
پرونی جاهلیت هم له ننني جاهلیت سره فرق لري. پرونی جاهلیت محدود او ساده و، تاثیرات یې په لږو خلکو کې منحصر و، پر خلکو يې د تأثير وسائل ساده و، او مقابله يې هم په آسانه او په ساده وسائلو کېده. خو نننی جاهلیت دومره قوي، هراړخیز او پېچلی دی چې نه يې هر څوک درک کولی شي، او نه يې هم هر څوک د مقابلې توان لري.
له ننني جاهليت سره دومره وسائل او امکانات دي چې د نړۍ هرې برخې ته خپل فکري تأثيرات، عقائد، فرهنګ او ارزښتونه رسولی او پر خلکو تحميلولی شي.»
ځوابګوی وي؛ پېښه اثر باید حتی مخالف لوري ته هم ځواب ګوی وي، په دې معنی چې کله یو اثر پېښه بلل کېږي نو باید دا وړتیا په ځان کې ولري چې منتقدینو او حتی مخالفینو ته ډاډمن ځواب ولري، ځکه چې کله یو اثر څومره مطرح کېږي پر وړاندې يې ممکن هومره مخالفتونه را وپارېږي دا مخالفتونه کېدای شي بېلابېل عوامل او کټګورۍ ولري، د عقیدې پر اساس مخالفت چې ممکن یو سیکولر مخالف اصلاً دا اثر نادیده ونیسي، خو که منطقي يې ولولي پوهېږي چې د دوی تعلیمي سیستم او سیاسي نظامونو بشر ته څه ورکړي، څومره زیان يې ور اوړولی او څنګه يې اخلاقي ټولنیزې پولې نړولې دي، همدلته ورته مدلل او منطقي تشریح شوي؛ اما هغوی چې د کفر تر رعب لاندې راغلي دي، استاد يې علت دا بولي:
« د کفر د معاصرو انواعو او د هغه د فلسفو او نظریاتو په اړه د مسلمانانو د اوسنيو نسلونو معلومات دومره سطحي او يا د نشت برابر دي چي نه یوازې دا چې د هغو د فکري مقابلې لپاره په دوئ کې همت نه پيدا کوي، بلکې د ننني کفر د تېر اېستونکو نظرياتو او اصطلاحاتو په جادو کې داسې راګير شي چې په پوره قناعت له کفارو سره کلکه ملګرتیا کوي، او د هغوئ په وينا له خپل کتاب، منبر، محراب، ملا، مسجد، خانقاه، جهاد او جبهې سره داسې دښمني کوي لکه ثواب چې ورکې ويني. او د دې لپاره چې د پرديو په عسکرۍ کې قبول او په صف کې يې ومنل شي هغوئ ته عريضې وړاندې کوي، تصدیقونه او واسطې ورته لټوي ترڅو د یرغلګرو عسکر شي او بیا د هغوي په قومانده او ټوپک خپل هغه مجاهد ورور ووژني چې له دين او خاورې څخه د دفاع پخاطر د همدې يرغلګرو کفارو مقابلې ته راوتلی وي.»
د ننګونو پر وړاندې مقاوم وي؛ که اثر پېښه شو، نو معنی یې دا شوه چې تر اور اوبو را وتلی شي او په هر ډول حالاتو کې د ژوندي پاتې کېدو تومنه پکې لیدل کېږي، خو سوال دا دی چې د یو علمي اثر پر وړاندې ننګونه به نو څه وي؟ ممکن ځینې دا اثر د خپلو شخصي ګټو پر زیان وویني، ځینې يې د خپلې نظريې په تاوان او ځینې يې ممکن د کم فهمۍ له امله پر وړاندې مورچل ونیسي.
دا ځانګړنه د معزز استاد بل مهم اثر «فکري پوهنه» هم ثابته کړې، چې حتی خپرول، ساتل او وېش یې د زنداني کېدو، ورکېدو او حتی وژل کېدو سبب کېدای شوای، خو بیا يې هم پر وړاندې د وخت رژیم بې وسه شو او د دې اثر لوست او وېش ته ځوان کهول د سر په بیه ژمن پاتې شو.
د ننګونو را پیدا کېدل ممکن څنګ‌زني زیان هم ولري خو لویې ګټې هم پکې نغښتې دي په دې معنی چې کله د یو اثر پر وړاندې ننګونه رامنځته کېږي مقصد يې دا را وځي چې دا کتاب لوستل شوی، بحث پرې شوی او بیا يې پر وړاندې یو نظر، ننګونه یا نیوکه را منځته شوې ده، دا چې کله په ټولنه کې حکام، لوستونکي او د نظر خاوندان پرې بحث کوي، په هماغه اندازه خپرېږي، بیا چې د کتاب منځ له زبردستې محتوا، منطقي استدلال او کلونو علمي تجربې ډک وي؛ نو که د مخالفت په نیت هم لاس ور غځېږي د کتاب پای ته رسېدو سره منصف لوستونکی د تایید پایلې ته رسېږي.
پياوړې ژبه ولري؛ په هر اثر کې دا مهمه ده چې لیکوال دې ته پام وکړي چې څه لیکم، څنګه يې لیکم او چاته يې لیکم؛ دا درې ځانګړنې له موږ سره مرسته کوي چې هم پر خپل پیغام او تشریح تمرکز ولرو، هم د لیکلو ژبې ته پام وکړو او د لیکلو ژبه هغه وخت لا ښه صیقل کېږي چې خپل مخاطب هم په پام کې ونیول شي؛ د مخاطب په پام کې نیول له موږ سره مرسته کوي چې په موضوع کې داسې عمیق او فلسفې ډوب نه شو، چې لوستونکی وانګېري چې لیکوال د موضوع د را رسولو پر ځای د خپل علمیت د را ښوودلو هڅه کړې ده.
همدا درې ځانګړنې تاسې په دې علمي خزانه کې دقیقې وګورئ، چې استاد په څومره جالب سبک د موضوع تاریخي شالید را اخلي، موضوع ته ور ننوځي، نیمګړتیاوې او ښېګړې يې تشریح کوي او په پای کې حللارې، وړاندیزونه او خپل نظر درسره شریکوي، سړی انګېري چې له هرې موضوع تش لاس نه دی وتلی بلکې منګول يې ډکه شوې ده.
استاد خپل مخاطبین پېژندلي، سره له دې چې ممکن ځينې هغه اصطلاحات چې په فکري ډيالوګونو کې تشریح کېږي، یا پر نړۍوالو سټیجونو بدرګه کېږي، لوستونکو ته د «ایزمي» روستاړو له امله درانه ښکاره شي، خو استاد په خورا مهارت د هر یاد شوي ایزم جرړه پلټلې، تاریخ سیر يې تشریح کړی، بشر ته اړولي زیانونه يې په ګوته کړي او بیا يې پر وړاندې د مبارزې هغه لار خپله کړې چې یوازې د دې ایزمونو په زیانونو تشریح کېدو هم کافي ګڼل کېدای شي.
د دې اثر ژبه
که مو دا راسره منلې وي چې دا اثر یوه علمي پېښه ده، نو راځئ چې د دې عملي پېښې د مهمې ځانګړنې – ژبې – په اړه يې بحث وکړو؛ ژبه یوازې د کلماتو غږیز جوړښت نه دی، بلکې په لیکنۍ ژبه کې د جملو ترکیب، د کلماتو انتخاب او د خپل فکر د تشریح لپاره د مناسبو اصطلاحاتو موندل او داسې وړاندې کول چې حتی د لیکوال د سبک ځانګړنې یادې شي، مهم ځکه دی چې دا په ادبي او لیکنۍ دنیا کې ځانګړی تشخص او شخصیت لیکوال ته ورکوي.
تاسې که د استاد لیکنې ډېرې لوستې وي، نو به مو حتماً هغه ټکي په درک کړي وي چې استاد له نورو لیکوالو بېلوي او حتی که له کومې لیکنې سره د استاد نوم هم نه وي، لوستونکی پوهېږي چې لیکنه د دوی ده.
قاطع دریځ؛ علامه ابوالحسن ندوي رحمه الله د شهید سید قطب رحمه الله د فکر اړوند وايي چې دی پر خپله لار دومره باوري دی چې دفاع يې نه کوي، بلکې د باطل د ماڼۍ پر بنسټونو تعرضي وارونه کوي؛ همدا ځانګړنه د معزز استاد په لیکنو کې هم واضح درک کېږي. استاد په داسې ډول د اسلامي فکر تشریح او د باطل د بطلان جرړې را پلټي چې په هیڅ ځای کې هم دفاعي انداز نه تر سترګو کېږي؛ ممکن په ټولنیز شکل، د نظام په شکل یا د یو سیستم په ډول يې د دفاع تجویزونه کړي وي، خو په شخصي ډول يې هغه باور چې په لیکنو کې تشریح کېږي تل تعرضي شکل لرلی دی، د خپل مفهوم په ارایه کې يې کله هم شف شف نه دی کړی، لار يې واضح، لوری يې معلوم او حق يې تر دې ډېر لوړ بللی چې د څو افرادو طبیعتونه خټه نه شي.
مثلاً که د تېر رژیم د معارف په نظام څوک بحث کوي نو ممکن ډېر شاوخوا لحاظونه په پام کې وساتي او خورا په محتاط ډول د ګڼو جعلي ښېګڼو په منځ کې یوه واقعي نمګړتیا هم په نه زړه یاده کړي، دا مصلحت په علمي او تاریخي مسائلو کې د راتلونکو نسلونو د تاریخي ګمراهۍ سبب کېدای شي، ممکن فعلاً يې ځینې د ځینې ملحوظاتو له امله مناسب کار وبولي خو په دراز مدت کې د تاریخي انحراف وېره ترې پیدا کېدای شي، خو معزز استاد په واضحو ټکو او په پوره صراحت سره د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې په نصاب کې پرلپسې مداخله د دې علت بولي چې په پایله کې يې تعلیم په «تجهیل» واوښت.
«امریکایانو د یوې سنجول شوې توطیې په ترڅ کې د افغانستان پر خلکو داسې یو تعلیمي نصاب ور تحمیل کړ چې د اسلوب، تعلیمي مېتود او د معلوماتو د سویې په لحاظ د افغانستان د اوسني جنګ ځپلي معارف د معلیمنو او متعلمینو له سويې او وضعیت سره مطابقت نه درلود. د دې کار نتیجه دا شوه چې نه موجودو معلمینو دغه د پردیو له لوري فرمایشي نصاب په سم ډول تدریسولی شو، او نه هم زده کوونکو له هغه سمه استفاده کولی شوه، چې پدې ډول يې معارف، معلم، شاګرد او د هغوئ سرپرستان ټول له یوه ذهني اضطراب سره مخ کړل. او چې د معارف او د لوړو زده کړو په وزارتونو او نظام کې اداري او اخلاقي فساد هم وسره ملګري شو نو نتیجه یې د (تعلیم) پر ځای (تجهیل) راووته، چې همدغه د غرب اوږد مهاله هدف هم و؛ ځکه چې غرب او د اسلام نور دښمنان نه غواړي چې افغانان دې پرمختګ وکړي.»
د دې قاطعیت او پر خپل فکر د باور د اوج مثالونه تاسې د عقایدو په بحث، د باطل په تشریح او د ایزمونو په تاریخي تشریح کې هم لیدلی شئ، زه به يې یوه بله نمونه دلته کېږدم:
« نن په میلیونونو مسلمانان د قال او حال په ژبه وايي موږ مسلمانان یو، خو دین حاکم کېدلو ته نه پرېږدي. خپل اقتصاد یا په کمونستي او یا هم په کپيټالستي بنسټونو درول غواړي. په عقيدوي لحاظ به د مسلمانۍ دعوی لري، خو په اخلاقو کې به ځان لیبرال او له هر ديني قید او بنده آزاد بولي.»
دا دریځ که په بل قلم تشریح کېدلی شاید دغسې واضح او ډانګ پېیلې يې نه وای لیکلي چې رښتیا هم د کرې دغومره مسلمانان د مسلمانۍ له ادعا سره سره پر خپلو بېلابېلو بنسټونو کې پردي نظامونه تطبیقوي او عملاً پکې ښکېل دي.
اسلام د ژوند نظام؛ کله کله د ځينو مفکرینو په اړه تاریخ لیکوال وايي چې هر چا کومه تشه ډېره احساس کړې پر هغه برخه يې تمرکز ډېر کړی، د ګوتو په شمېر داسې هم شته چې د بشري ټولنې د فلاح او د اسلامي امت د تېر برم د اعادې لپاره بشپړ اسلامي حاکم نظام یوازینی ادرس بولي او دا تر ټولو جامع نظر دی، اسلام که حاکم نه وي نو یوازې به د محدودو عباداتو مجموعه وي، په داسې حال کې چې اسلام د ژوند بشپړ نظام دی، همدا ځانګړنه د استاد محترم د لیکنو هغه برخه جوړوي چې ځوان کهول تر لاس نیسي، د کمترۍ حس ترې توږي او نېغ يې هغه پوخ باور ته دروي، چې دین يې د ټول بشري ژوند د تنظیم، مدیریت او بریا مشخصات له ځان سره لري. همدې اثر کې په دې برخه کې تفصیلي بحث شوی، د اسلامي نظام ارزښت، پر وړاندې يې د خنډونو عوامل او د دې نظام په اقامې او ساتلو کې د مدرسې او دیني علماوو رول بشپړ تشریح شوي دي.
د امت روحیه؛ د استاد محترم د لیکنۍ ژبې د محتوا بله ځانګړنه دا ده چې د بېلابېلو مصلحتونو تر نامه لاندې خپل مفاخر نورو ته نه پرېږدي، «امت» هغه اصطلاح چې د ټولو مسلمانانو تر منځ نورې په هر نوم را منځته شوې پولې نړوي استاد يې په پوره ډاډ او بشپړ قاطعیت استعمالوي.
د مسلمانو ملتونو تر منځ د فاصلې په پیدا کېدو غیر اسلامي نظامونو دا هڅه وکړه چې داسې اصطلاحات او مفاهم چې مسلمانان سره نږدې کوي، په نورو داسې اصطلاحاتو بدل کړي چې په محدودو جغرافیو، قومونو، سمتونو او ژبو کې را محدود شي، دا ورته دومره مهم معرفي کړل شي چې که يې د مقایسې او مقابلې ډګر راځي باید خپل ملت، خپله جغرافیه او خپل قوم سمت ورته د امت د علیا اهدافو په نسبت لومړیتوب ولري.
استاد محترم همدې اثر کې ټول تشریحات داسې کړي چې د اسلامي نړۍ په سطحه غږېدلی، باطل يې که تشریح کړی او غندلی د یو ملت د وګړي په حیث نه؛ بلکې د امت د یو وګړي په حیث پرې بحث کړی دی.
دا اثر چې تطبیق يې یوه اړتیا ده، که تطبیق شي نو موږ به یوازې د یو ډګر نسل نه وي روزلی، بلکې یو عالم، پر معاصر تاریخ او جغرافیه خبر، لیکوال، داعي، مجاهد او د نظام جوړونې، ساتنې او دوام لپاره به مو داسې نسل روزلی وي چې د امت د تېر برم د تر لاسه کېدو هیله به ترې کېدای شي.
د دې عظیم اثر اړوند خبرې زما لپاره سعادت، د استاد محترم نېک نظر او له داسې تاریخي، علمي او فکري اثر سره زما تړون شرف او عزت او په اړه يې دومره اوږده تبصره خپله ګستاخي بولم.
الله جل جلاله دي محترم استاد ته د هر توري بدله ورکړي، لار يې روښانه وساتې او د باطل پر وړاندې يې په هر مجال کې لاس بری ولرې.
که په دې تبصره کې کومه ښېګړه په نظر در ځي، د الله جل جلاله فضل او د استادانو برکت دی، که نیمګړتیا وینئ نو بښنه راته وکړئ!
درنښت
۱۴۰۲/۱۰/۲۰- کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx