تاریخ او شخصیتونهد امت لويانشخصیتونه

شهيد مرحوم منصور صاحب د غيرت او سياسي تدبير په دنيا کې! دوکتور عبدالباقي حقاني

 

ليکوال: دوکتور عبدالباقي حقاني
د ازموينو ملي ادارې سرپرست رئيس

د عقل او علم په ميدان کې د يو متوسط عالم او کارپوه په توګه په تېرو څلورو لسيزو کې د ګڼو جهادي او سياسي شخصيتونو سره مو واسطه او تعلق پاتې شوی، -هر گلی رارنگ وبوی ديگراست.

الحمدلله درې لسيزې پرله پسې د اسلام سياسي او حکومتي نظام مطالعه لرم او په دې ډگر کې ګن چاپ شوي او د استفادې وړ علمي آثار هم لرم، خو ترکومه حده چې زه ترې په علمي او عملي ډګر کې متأثر او مطمئن وم او څه مو ترې زده کړي دي، د هغوی نه یو مرحوم شهيد امیر منصور صاحب تقبل الله شهادته و.

نوموړي ډېرې ځانګړتياوې درلودې چې ځينې يې د بېلګې په توګه په لاندې ډول دي:

۱- بې پايانه حوصله:

نوموړي په رهبرۍ کې بې مثاله حوصله لرله، سحر به يې د چارواکو سره مجلسونه شروع کړل د شپې تر ناوخته پورې؛ خو اول او وروستني مجلس کې به انسان فرق نه محسوسولو.
ذلک فضل الله یؤتیه من یشاء

*۲- ځانګړې غیرتي جذیه:*

د غيرت نمونه وه زموږ د يوه مشر مجاهد اولادونه بنديان ول، اته میاشتې مو د ګڼو لارو نه کوښښونه وکړل مشکل حل نه شو او پيسو ته خبره ودرېده.
آخر مو د نماینده مولوي عبدالقدير ( احمد حاجي) صاحب په توسط ورته جریان ولېږه؛ چې موږ اته مياشتې هرډول کوښښونه وکړل، کار ونه شو، اوس خبره پيسوته ولاړه ده او دا د يو مجاهد اولادونه دي د غيرت مسئله ده تاسو بايد د مجاهد دا مشکل حل کړئ، مولوي عبدالقدیر چې زما له طرفه جریان ورسره شريک کړی و، نوموړی ډېر خفه شوی و او د څومره روپو غوښتنه چې ترې شوې وه، د نماينده په لاس يې ورکړې وې او داسې يې ورته ویلي ؤ، چې همدا روپۍ راسره دي نور خلک پرې مه خبروئ او همدا د مجاهد اولادونه پرې راخلاص کړئ!
دا ډېر ضرور دي چې راخلاص شي، کله چې ماته ياد نماينده خبر راکړ ډېر بې انتها خوشحاله شوم، دا زما په ژوندکې د خوشحالۍ ځانګړې ورځ وه، ترننه پورې چې کله هم رایاد شي دعا ورته کوم او دا سلسله به ان شا الله د ژوند تر آخره دوام ولري.

*۳- د عزم او تدبير غر:*

نوموړی په سیاسي ميدان کې د قوي عزم او پخته تدبير څښتن و، د مجاهدينو د مشکلاتو د حل لپاره يې ډېرې ستونزې ګاللې، ډېر تکلیفي سفرونه يې کول؛ ترڅو د مجاهدينو لپاره اسانتياوې پيدا کړي، چې په همدې لاره کې يې داسې قرباني ورکړه، چې تر قيامته يې جهادي ډګر مقروض پرېښود.

که په تېر جهادي بهير کې د جهادي ميدان سره د اسلامي نړۍ ملاتړ د نشت برابر و، بیاهم الله تعالی مجاهدینوته بريا په نصيب کړه او يا نن دنيا کې جهادي صف د وړاندې په نسبت پياوړی دی، دې کې د مرحوم د کامياب جهادي او سياسي قیادت آثار نمايان وو او د ده مدبرانه، غيرتي او جهادي قيادت مسلمانانو او په ځانګړې توګه مجاهدينو ته د حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه ياد راتازه کړ.

الحمدلله منصور صاحب د غيرت، شجاعت، تدبير او همت نظریه خپلو اولادونو او په زرګونو مجاهدینو ته انتقال کړې او په فکري او نظري ډګر کې په هېواد دننه او بهر کې يې د جهادي ونو داسې باغ پرېښودی، چې هر وخت تازه او ټولنې ته وخت په وخت داسې تازه مېوې عرضه کوي، چې هيڅ وخت يې تقاضا د عرضې څخه نه ده کمه شوې.

*۴- اولویات اوترجيحات درک کول:*

نوموړي واقعاً د هېواد، وخت او جهادي ميدان ترجيحات درک کولای شول او خپل قيمتي وخت يې په همدې سپیڅلې لاره کې مصرفولو او په جزیاتو او عادي مسايلو يې وخت نه ضايع کاوه.

*۵- په خپلو ماتحت حاکمانو اعتماد او باور کول:*

په ټاکنه کې دقت نه وروسته يې په مسؤولینو پوره اعتماد او باور درلود، د دې باور په پایله کې سره د ډېرو ستونزو به مسؤولینو د کارپه انجامولو کې ډېره قرباني ورکوله.
*۶- د نړۍ سره د مثبت مزل کولو فکري او بدني قوه لرل:*
مرحوم دا درک کړې وه چې مونږ د نړۍ په کلي کې ژوند کوو، بايد خپل ديني او ملي اهداف وساتو، د نړۍ د کلي نه خپل ضرورت پوره کړو، د دوی د ضرر نه ځان وساتو او په دې لاره کې بې احتياطي او بې باکي ونه کړو.

*۷-واقعيتونه درک کول:*

مرحوم د افغاني ټولنې، سيمې او نړۍ واقعيتونه درک کړي وو او د هغې سره يې عملي سیاست عيار کړی و.

*۸-په فيصلو کې جرآت لرل:*

نوموړي په فیصلو کې پوره جرآت درلوده، د هیچا د تأثیر لاندې نه راتلو او په خپلو ارادو يې پوره تسلط درلوده.

*۹- فکري او نظري جامعيت:*

د هېواد، سيمې او نړۍ په کچه قضایاو ته د مرحوم فکري رسېدګي، سرخلاصي او درک ډېر اُميد بخښونکی و.

*۱۰- د نورو د مشورو او نظرياتو قدر کول:*

د مرحوم ډېره حوصله بخښونکې ځانګړنه دا وه، چې د ماتحت مسؤولینو د مشورو او نظرياتو قدريې کولو.
نه يې د خپل نظر د تحميل لپاره هم نظر خلک شوری ته رابلل، نه يې سمسور (د وړاندې نه ترتيب شوې) مشورتي ناستې لرلې، نه يې د خپل نظر د تطبیق لپاره د وړاندې نه خپل نظر بیانولو، چې دشورا اراکين پوه کړي، چې زه دا نظر تطبيقول غواړم او بس.

نوموړي د خپل نظر د ترجيح دلایل نه وړاندې کول، نه يې د مخالف نظر خاوندان تهديدول او نه يې په مخالف نظر د نظر خاوندان زغلول.

الله تعالی دې رحم پرې وکړي.
وصلی الله تعالی علی خیرخلقه محمد واله واصحابه اجمعين.
ذوالقعده ۱۴۴۵/۱۱/۱۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx