نړۍ

مولانا د لاریون پر ضد لاریون پیل کړ او د عمران خان ګوند له ملي پارلمان څخه استعفا ورکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي په پارلمان کې ددغه ګوند د غړیو استعفاوې د ملي پارلمان د سکرتر ته ورکړې.

شاه محمود قریشي له استعفا وروسته رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دوی د تحریک انصاف د ګوند د ټولو غړو استعفاوې جمع کړې.

نوموړي زیاته کړه چې جمشید دستي او شیخ رشید به استعفاوې خپله جمع کړي.

تحریک انصاف ګوند په ملي پارلمان کې ټولې ۳۴ څوکۍ لري.

مولانا د نواز شریف ملاتړ ته راووت

د پاکستان د جیو تلویزوني کانال وايي چې د مولانا فضل الرحمن د عمران خان د لاریونونو پر ضد لاریون پیل کړی دی.

مولانا فضل الرحمن تېره ورځ په پارلمان کې په خپله وینا کې وویل چې «دوی دې یواځې تقریرونه نه کوي، د لاریونو والا هيڅ حیثیت نه لري. دوی ماشومان او ښځې راوستلي او د دې خاورې انجونې ګډوي د هغوی عزت په بازار کې لیلام کوي.»

نوموړي زیاته کړه چې دوی نه غواړي په هېواد کې کورنۍ جګړې پیل شي کنه ددغسې کسانو سمې لارې ته راوستل دوی ته کوم ستونزمن کار نه دي.

مولانا ګواښ وکړ چې که عمران خان او قادري له مظاهرو لاس پر سر نشي دوی به د حکومت په پلوۍ داسې لاریونونه وکړي چې دا نور به د خلکو له یاده ووځي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې یواځېنی کس چې د لاریونونو مخه اوس ډپ کولای شي، مولانا فضل الرحمن دی او اوسمهال د لومړي وزیر میا نواز شریف ټو سترګې ده ته دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستئ

زما په نظر مولانا دپاكستان په سياست كي تر ٹولو بدنامه چيره ده مولانا به زكه لاريونونه راباسي چي دهغه دوؤ وززارتونو چي ده ته وركڑل شوي بايد قيمت اداء كڑي
دعمران او مولانا تر مينز سه فرق دئ ؟
خو دواڑه دديموكراسئ زامن دي دواڑه ديو آييني چوكاٹ لاندي سياست كوي

zarifi

داسي خبرې کول نا مناسب دي بل دا چي ته خو خوستی یې نو ستایې څه چي دومره کینه او عناد ورسره کوې که چیرته کمونیستی خوستی یې دا نو بیا بیله خبره ده کنه مسلمان داسي نه وایي

جلال الدين

ياره ظريفه د دې بدرنګې څېرې پلوي مه کوه ، که خوستيان نه پېژنې نو د سراج الدین حقاني په نوم يوه خوستي د سر نوی قيمت معلوم کړه ، او قاري صاحب ډېره سمه خبره کړې ده .

شهید شهید

اصلا دغه شیطان لکه د سیاف او ربانی په شان پلورل شوی ، ده ته د مولانا ویل هم د انګریزانو ابتکار دی د هغه بټکی د جنکو رنګه پټکی په سر کړی یعنی اسلام یی د انګریزانو په رنګ کی لړلی دی دغه انګریزی مولانا د افغانستان د اوسنی ملوثی او غلامی اداری په شان یو خبیث دی ، زه عمران خان نه پيزڼم چه سکولریست دی او که نه دی ولی په اوس وخت کی یی دریز د نواز شریف خبیث او د فضل الرحمن باعوری پر تله دتایید وړ او زه یی اوسنی دریز سل پله سلو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x