افغانستانخبرونه

له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۲۵۰ کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د کډوالو چارو وزارت وایي چې د پاکستان او ایران څخه څه باندې ۲۵۰ کورنۍ نن چهار شنبه خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

ددې وزارت په وینا، راستنې شوې کورنۍ په ننګرهار کې د تورخم، کندهار کې د سپین بولدک، هرات کې د اسلام کلا او په نیمروز کې د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راګرځيدلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې د هرات د اسلام کلا بندر له لارې د ۲،۶۳۹ تنو افغانانو په ګډون ۷۴ کورنۍ هېواد ته په خپله خوښه او جبري توګه راستنې شوي چې د مسوولینو له لوري د کډوالو نړیوال سازمان ته د مرستې په موخه ور پېژندل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx