افغانستانخبرونه

د کلیو بیارغونې او پرختیا چارو وزیر د قطر د سرې میاشتې له رییس سره کتلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي ددې وزارت وزیر ملا محمد یونس اخندزاده په خپل کاري دفتر کې د قطر د سرې میاشتې ټولنې رییس ډاکټر محمد صالح ابراهیم سره کتلي دي.

یاد وزارت وایي چې په دې لیدنه کې د قطر د سرې میاشتې استازي ویلي چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت سره په ګډه د افغانستان په هغو ولایتونو کې چې خلک یې د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي د اوبو رسولو پروژې پلې کوي.

په ورته مهال د قطر د سرې میاشتې استازي په کندهار ولایت دریمه ناحیه کې ۲۴۳ زره ډالرو په لګښت د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو ډبره کېښوده چې د رغولو چارې به یې په شپږ میاشتو کې بشپړې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx