افغانستانخبرونه

د ترانسپورټ او هوایي چلند وزیر د ترکیې له سفیر او ترکیش هوایي شرکت له مسوول سره کتلي

 

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): ترانسپورټ او هوايي چلند وزیر ملا حمیدالله اخندزاده په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر جنګ اونال او ترکیش هوایي شرکت له سیمه ییز مسوول محمود یایلا سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې ملا حمیدالله اخندزاده د ترکیش هوایي شرکت د الوتنو بیا ځل پېلول د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا مهم ګام بللی او ددې شرکت له مسوول محمود یایلا یې غوښتنه کړې چې د الوتنو د پراختیا په برخه کې مزار شریف ته الوتنې پېل کړي.

د یادولو وړ ده چې ترکیش هوایي شرکت له څلور کلن ځنډ وروسته یوه ورځ وړاندې بیا ځلې له انقرې کابل ته خپلې الوتنې پېل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx