خبرونهنړۍ

اسرایېلي ځواکونو په رفح ښار کې په یوه روغتون برید کړی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): فلسطیني رسنیو خبر ور کړی چې اسرایېلي ځواکونو د غزې په رفح ښار کې پر یوه روغتون د توغندیو بریدونه کړي دي. د راپورونو له مخې، د یادو بریدونو له امله په روغتون کې پېنځه تنه شهیدان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه اونۍ وړاندې د فلسطین د عامې روغتیا وزارت په غزه او رفح ښار کې په روغتونونو د اسرایېلو بریدونه تایید کړل.

دې وزارت ویلي و چې تر دا مهاله د اسرایېلو د هوایي او ځمکني بریدونو له امله ۳۳ روغتونونه، ۵۳ روغتیايي مرکزونه او ۱۳۳ امبولانسونه ویجاړ شوي او له منځه تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx