افغانستانخبرونه

بدخشان ولایت کې د غر ښویېدنې له امله ۱۵ کورونه ویجاړ شوي دي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د غر ښویېدنې له امله ځایي خلکو مالي تلفات اوښتې دي.

د بدخشان د اطلاعاتو کلتور مسوولین وایي چې په دغه پېښه کې ۱۵ استوګنیز کورونه ویجاړ شوي او ۲۶ نور کورونه د ویجاړیدو په حال کې دي.

ځایي خلک وایي چې دا پېښه تېره شپه ۸ بجې را منځته شوې چې کوم ځاني تلفات نلري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو او طبعي پېښو له امله سلګونه خلکو ته سخت مالي او ځاني تلفات اوښتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx