افغانستانخبرونه

سیاسي مرستیال د ایران ولسمشر ته د دعا لپاره د ایران سفارت ته تللی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، جوزا ۲مه، ۱۴۰۳ل): د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د څرخکې د لویدو په پېښه کې د ایران وژل شوي ولسمشر ابراهیم رییسي او د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبدالهیان ته د دعا لپاره د ایران سفارت ته تللی او د تعزیت په کتاب کې یې لاسلیک کړی.

نوموړي ایراني دیپلوماتانو ته د تسلیت ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په دې ستر غم کې له ایران سره شریک دی.

د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال د دفتر په وینا نوموړي د تعزیت په کتاب کې د ابراهیم رییسي په اړه لیکلي، چې له افغانستان سره یې ښې اړیکې غځولې وې او اسلامي امارت هیله من دی، چې دغه دوستانه اړیکې به لا پیاوړې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx