افغانستانخبرونه

د اوبو او انرژۍ وزیر په هلمند کې د هرې ولسوالۍ لپاره د یو چکډیم په جوړولو خبرې کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، جوزا ۳مه، ۱۴۰۳ل): د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور او مل پلاوي هلمند ولایت ته په سفر تللي.

نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن او نورو سیمه ییزو چارواکو سره کتلي دي.

د اوبو او انرژۍ وزیر له دوی سره په لیدنه کې کجکي بند د دویم فاز، ددې بند د پرچاوې په لوړولو او هرې ولسوالي ته د یوه چکډیم په جوړولو خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي چې د اوبو او انرژۍ په برخه کې لازم سهولیتونه او په ځان بسیاینه زمونږ په لومړیتوبونه کې ده او څومره چې ژر کېږي هېواد ته به په دې برخه کې له وسه زیات خدمت کوو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx